د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې
سلمااحمدزی- د تدارکاتو کمېسیون، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ نويې پروژې منظورې کړې دي.

په دغو منظورو شویو پروژو کې بېلابېل سکتورونه لکه انرژي، روغتیا، زیربنايي او عامه خدمتونه شامل دي.
د مهمو پروژو څخه یې دا دي:
· د آمو نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د ۱۰ زره ټنه په ظرفیت د تاسیساتو ډیزاین او نصبول.
· د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول.
· د مرکز ترینکوټ ښار کې د باروړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړول.
· د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او بیارغونه.
· او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د رسونې او توزیع چارې.
اقتصادي شنونکو د دغو پروژو هرکلی کړی او په دې باور دي چې دا پروژې کولی شي د هېواد په اقتصادي وده او د بیکارۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو شنونکی رحیم الله مرجان وویل: “افغانستان کې هر هغه پروژه چې پیل کیږي، نو د کار زمینه برابروي.
دا پروژې نه یوازې د افغانانو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې پانګوالو ته هم د پانګونې فرصت وړاندې کوي.
د پروژو زیاتوالی د خلکو په ګټه دی، ځکه چې اوسمهال هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ډېری خلک بېکاره دي.
یادې پروژې کولی شي د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.”
بل پلو، بل اقتصادي شنونکي نصیر ریشتیا زیاته کړه: “هره انکشافي پروژه کولی شي د کار زمینه برابر کړي.
کله چې خلک ثابت معاش ولري، نو دوی کولی شي راکړه ورکړه وکړي او په دې توګه ټول اقتصادي څانګې فعالېږي.
یادې پروژې په زیربناوو کې پانګونه ده، چې د هېواد په بیارغونه، د زیربنايي نظام په پیاوړتیا، د اسانتیاوو په رامنځته کېدو او د عامه خدماتو په ښه والي کې مرسته کوي.
دا پروژې کولی شي د خلکو په ګټه تمامې شي.”
افغانستان اوس مهال له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی، چې په کې لوړه بیکاري او د بنسټیزو زیربناوو نشتوالی د پام وړ ستونزې دي.
د چارواکو او بعضو شنونکو په باور، د دغو پروژو منظورول د دې ستونزو د حل لپاره یو ګام دی، خو اوږدمهاله اغېز به یې د بریالي تطبیق او دوامداره پانګونې پورې اړه ولري.
پای




