د اکتوبر ۱۰مه؛ د رواني روغتیا نړیواله ورځ
سلما احمدزی- د اکتوبر ۱۰مه هر کال د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د رواني روغتیا په اړه د خلکو پوهاوي لوړول، د رواني ستونزو په اړه ناسم پوهاوی او تبعیض کمول، او هغو کسانو ته د ملاتړ هڅول دي چې رواني ستونزې لري. رواني روغتیا هم لکه د جسماني روغتیا په څېر مهمه ده.

د یادې ورځې اصلي هدف د خلکو د رواني روغتیا په اړه د پوهاوي لوړول او د رواني ستونزو لرونکو کسانو ملاتړ کول دي.
د دې ورځې مهم اهداف:
د پوهاوي لوړول، د رواني ناروغیو په اړه د بدو سوچونو او ناسم باورونو له منځه وړل، د مرستې غوښتلو ته هڅول، ملاتړ برابرول، رواني روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د ځانوژنې مخنیوی او د ژوند ارزښت ته پاملرنه.
د روغتیا نړیوال سازمان د یادې ورځې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې ډېری اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو، د کورنیو غړو له لاسه ورکولو او د ژوند ناخوالو له امله رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي.
دوی جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
ارواپوه ډاکټر سباوون عزیزی، د امریکا د اروا پوهانو ټولنې غړی، په دې اړه وايي: «ژور خپګان هغه ناروغي ده چې نننۍ ټولنه کې ډېر شتون لري.
اقتصادي، کورني او ټولنیزې ستونزې د یادې ناروغۍ لامل ګرځېدلې دي، چې په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږي.
په ښځو کې وروسته له زېږون څخه پیدا کېږي. ډېری یې د ځان وژنې هڅه کوي. او ډېری یې منزوي کېږي.
ورته ډېرې نورې ستونزې پیدا کېږي چې د مرګ لامل هم ګرځي.»
نوموړي زیاته کړه چې له یادو ناروغانو سره باید خبرې وشي، همدردي او هڅونه ورته وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې ډېری ځوانان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
حکومت باید په دې برخه کې عامه پوهاوی ترسره کړي، او د اړتیا پر مهال مناسبې رواني روغتیايي مشورې او درملنې وړاندې کړي.
پای




