د پاکستان، قطر، اندونیزیا او ترکیی تر مینځ د بدر هوکړی لاسلیک
سلما احمد زی- د پاکستان، قطر، اندونیزیا او ترکیی تر مینځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دفاعي همکاریو د پراختیا په موخه د «بدر» په نوم هوکړه لیک لاسلیک کړی.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې دغه هوکړهلیک د څلورو هېوادونو د دفاعي چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی او موخه یې د ګډو پوځي تولیداتو پراختیا، د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا، ګډې څېړنې او د پوځي او تخنیکي روزنې په برخو کې د همکاریو زیاتوالی دی.
د ترکیې دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه هوکړه لیک به د یادو هېوادونو د دفاعي صنعتونو د پیاوړتیا، د ټکنالوژۍ د پراختیا او د ستراتیژیکو همکاریو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.
بلخوا سیاسی او نظامي شنونکی به دی باور دی چی یاده دفاعی هوکړه یوازی د ځان ساتلو لپاره شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر ګل محمد دین محمدي وایی:«د ترکيي، قطر،پاکستان او اندونیزیا د بدر دفاعی هوکړه لیک لاسلیک موخه یی د مسلمانانو څخه د دفاع نده چی د متجاوزینو پر وړاندی مقابله وکړی.
د یاد لاسلیک موخه د ځان څخه دفاع ده چی خپل ځانونه په خطر کی احساس کوی.
او کوښښ یی دا ده چی پاکستان دم ګړی په خطر کی ده او سیاسي نظامی اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
پاكستان کوښښ کوی چی یادو هیوادونو سره د اسلامی هیوادنو په نوم باندی تړون لاسلیک کړی.او دی تړونونو موخه صرف خپل ځان ساتلو لپاره کوی.»
د نظامی چارو شنونکی صادق شینواری وایی:«د ترکیی، قطر، پاکستان او اندونیزیا هیوادونو ترمينځ دفاعی همکاری د افغانستان پر امنیتي وضعیت دوه اړخیزه اغیزه ولری.
یاده همکاری د ترهګریزو مبارزی استخباراتي معلومات د تبادلي او سیمه ییز ثبات لپاره وکارول شی ،افغانستان ته ګټور تمام کیدای شی.
که د افغانستان سیاسی او امنیتی فشار لپاره وکارول شی اندیښنی به زياتي کړی.
د افغانستان لپاره مهمه دا ده چی دغه ډول سیمه ییز همکاری د سولي متقابل درناوي او د سیمی د ثبات په ګټه تمام کیدای شی.»
دا په داسی حال کی ده چی له دی مخکی هم د ترکیی پاکستان او سعودي عربستان تر مینځ هوکړه لاسلیک شو، خو د حوثیانو برید پر سعودي عربستان باندی یاد هیوادونه کوم دفاعی غبرګون ونه ښوده.
پای




