د نړۍ د لیدیز او غږیز میراث نړیواله ورځ؛ تاریخي اسناد زموږ ګډه حافظه او کلتوري هویت دی
سلما احمدزی- د نړۍ د لیدیز او غږیز میراث نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۷مه نېټه لمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د زدهکړې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا د نړۍ د تاریخي فلمونو، راډیویي خپرونو، تلویزیوني پروګرامونو، غږیزو ثبتونو، ویډیوګانو او نورو مهمو تاریخي اسنادو د ساتنې د ارزښت د څرګندولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د دې ورځې اساسي پیغام دا دی چې د انسانانو غږونه، انځوریز ثبتونه او تاریخي ویډیوګانې یوازې د تېر وخت یادګارونه نه دي، بلکې د بشریت د ګډې حافظې، کلتور، ژبو او هویت مهمې برخې دي. که دغه اسناد له منځه ولاړ شي، د تاریخ ځینې برخې به د تل لپاره ورکې شي.
د دې ورځې موخه د تاریخي او کلتوري اسنادو ساتنه، د خلکو د پوهاوي لوړول او د راتلونکو نسلونو لپاره د نړۍ د ګډ میراث خوندي کول دي.
غږیز او انځوریز اسناد زموږ د تاریخ، ژبو، دودونو، موسیقۍ او کلتوري هویت مهمې سرچینې دي. د دغو اسنادو ساتنه له موږ سره مرسته کوي چې د تېرو نسلونو ژوند او تجربې وپېژنو.
د وخت په تېرېدو د فلمونو او غږیزو نوارونو خرابېدل، اورلګېدنې، سېلابونه، جګړې او د زړو ټکنالوژیو له منځه تلل د تاریخي اسنادو د ورکېدو مهم لاملونه دي.
د تاریخي اسنادو ډیجیټلي کول، په مناسبو شرایطو کې ساتل، د خوندي کاپیانو جوړول او د خلکو د پوهاوي لوړول د دې میراث په ساتنه کې مهم رول لري.
د افغانستان لپاره د دې ورځې ارزښت هم ډېر دی؛ ځکه د افغانستان پخوانۍ راډیویي خپرونې، تاریخي ویډیوګانې، مرکې او د بېلابېلو ژبو غږیز ثبتونه زموږ د تاریخ او کلتور مهمې برخې دي چې باید خوندي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.
د رسنیزو چارو مبصر ذبیح الله حیدري وایي: «انځوریز او غږیز آثار تاریخي، فرهنګي او اقتصادي ارزښت هم لري، د ګرځندویانو د پام او جذب لامل ګرځي او د ګرځندوی صنعت په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.
همدارنګه، علمي ارزښت لري او د څېړنې لپاره زمینه هم برابروي.»
بلخوا فرهنګي چارو مبصر محمد اسحاق وکیلي وایي: «لیدیز او اورېدیز میراثونه د افغانستان لپاره بې حده لوی ارزښت لري.
دا زموږ د هېواد د تاریخ او کلتور یوه مهمه برخه ده.
فلمونه، انځورونه او د راډیو او ټلوېزیون ثبت شوي آرشیفونه نه یوازې تاریخي پېښې مستندوي، بلکې د تېر نسل کلتور، ژبه، دودونه، عنعنات او خاطرې هم خوندي ساتي.
د څو لسیزو بدلونونو او تحولاتو له تجربې وروسته، د دغو آرشیفونو ارزښت لا زیات شوی دی؛ ځکه چې دا له ځوان نسل سره مرسته کوي، څو د خپل هېواد له تېر تاریخ څخه خبر شي.
له همدې امله، د دغو آثارو ساتنه او ډیجیټلي کول ډېر اړین دي.»
د نړۍ د لیدیز او غږیز میراث نړیواله ورځ موږ ته یادونه کوي چې تاریخي غږونه، فلمونه او ویډیوګانې د بشریت د ګډې حافظې ارزښتناکې برخې دي.
د دغو اسنادو ساتنه زموږ ګډ مسؤلیت دی، ځکه د تېر وخت ساتنه د راتلونکي نسل د پوهې او کلتوري هویت د پیاوړتیا بنسټ جوړوي.
پای




