د پاکستان هر اړخیز وضعیت ته کتنه
سلما احمد زی- په پاکستان کی له میاشتو راهیسی هر اړخیز وضعیت مخ په خرابیدو ده. د پاکستان فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې پر اساس په خیبر پښتونخوا صوبه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی، چې لامل یې د تحریک انصاف (PTI) ګوند او د حکومت ترمنځ سخت سیاسي کړکېچ او په دغه صوبه کې سوله ییز لاریونونه دي .د ولسمشر له لوري په خیبر پښتونخوا کې د بیړنی حالت رسمي خبرتیا خپره شوې ده، ځکه چې د تحریک انصاف او مرکزي حکومت ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن په ګډون ځینو اپوزیسیون څېرو اوسنی فدرالي حکومت ناسالم او د ټاکنیزو درغلیو محصول بللی دی .د سیاسي شنونکو په وینا، روان سیاسي او امنیتي کړکېچ په ځانګړې توګه په پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پيښور ښار اوسیدونکی عبدالرحمن وایی:«د پاکستان حالات ډیر خرابه دی.خلک بازارونو ته نشی وتلي،ټول ځايونه رخصت شوی لاری بند دی.تګ راتګ نشو کولی.خلک لاریونونه ته وتلی دی.»
د پيښور ښار بل اوسیدونکی تيمور وایی :«پيښور کی حالات خراب دی.تیلفون نټ سم کار نکوی اکثرا بند وی.ټول ښارونه او بازارونه بند دی.خبرونه نه خپریږي.»
د سیاسی چارو شنونکی عبدالواسع قانع وایی:«کوم هیواد چی ولس غوښتنو ته پام ونکړی ولسي فشار او ننګونو سره مخ کیږی.
پاکستان دموکراتیک نظام لری خو پردي شانه واک د نظامیانو په لاس ده.سیاسی او اقتصادي پریکړی پوځ کوی.د تولنی او حکومت تر مینځ ناخوالي کولای شی لارونونه،اقتصادي ستونزی او ګډوډي رامینځته شی.
خو پاکستان خلک تل کوښښ کوی چی خپلی ستونزی تر مرکزي حکومت د سولییزی لاری څخه وروسوی.
خو د دوه صوبو بلوڅ او پښتون ستونزو ته رسیدنه نده شوی .
که حکومت د دوی غوښتونو ته رسیدنه ونکړی نو دوی به هر ډول اقداماتو ته لاس پوری کړی څو خپل حقوق ترلاسه کړی.»
د سیاسی چارو شنونکی روح الله هوتک بیا وایی :«پاکستان اوسني وضعیت دوه خبری شتون لری،لومړی، د پاکستان سیاسی ،اقتصادی او امنیتی بحران ژورتیا او دوهم او د پاكستان ورک کیدل تر ٢٠٢٧ بوري.
پاکستان کی د ښارونو تړل کیدل،تګ راتګ محدودیتونه امنیتی پیښی،سیاسی اختلافات اقتصادی ستونزی ډیری شوی دی.د پاکستان د راتلونکي ارزوني لپاره د امنیتی وضعیت خرابیدل او د حکومت او پوځ اړیکی ارزول دی.
په وروستیو کی پاکستان کی لاریونونه هم محدود شوی دی.او لوی ښارونه لاری تړل شوی دی.
نومړی زیاته کړه، په پاکستان کی اقتصادی وضعیت خرابیدل د خلکو عواید کمیدل لاریونونه سیاسی فشارونه کورنی شخړي ډیر شوی دی،چی له دی سره کولی شی نظام بدل شی.
پاکستان له څلور مهم فشارونه سره مخ ده،لومړی ټولنیز کړکیچ،سیاسی اختلافات، د پښتنو او بلوڅ امنیتی وضعیت او له افغانستان سره کړکيچ یادولی شو.»
بلخوا ځینی خبری په میډیا کی خپری شوی ول چی تر ٢٠٢٧ پوری باکستان به له نقشی څخه پاک شی،چی یواځی کورنی شخړي سیاسی نظامی او اقتصادی وضعیت خرابیدل نشی کولای چی یو هیواد له مینځه یوسی،بلکه دا لاره دی ته هوارولی شی چی نظام بدل یا هم تجزیه شی.
دا په داسی حال کی ده چې پاکستان اوس مهال له افغانستان سره هم اړیکی ترینګلی شوی او په ورته وخت کې له سختو سیاسي، امنیتي او ډیپلوماټیکو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، چی باکستان یی له نا معلومه برخلیک سره مخ کړی ده.
پایان




