د افغانستان د صادراتو وده؛ اقتصادي شنونکي: د خصوصي سکتور ملاتړ اړین دی
د افغانستان د صادراتو د ارزښت د ۴۵ میلیونه ډالرو زیاتوالي له اعلان سره هم مهاله، یو شمېر اقتصادي شنونکي وایي چې د صادراتو د لا پراختیا لپاره باید دولت د خصوصي سکتور پراخ ملاتړ وکړي او د فابریکو د فعالیت لپاره لازم شرایط برابر کړي.

رحیم مرجان، یو اقتصادي شنونکی، د «ویژه روز» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دولت باید د فابریکو د فعالیت لپاره لازمې زمینې برابرې کړي، ځکه چې فابریکې له خامو موادو سره سخت کمښت لري.
همداراز باید د صادراتو لپاره اسانتیاوې لکه د مالیاتو کمښت رامنځته شي، ترڅو تولیدوونکي وکولای شي خپل تولیدات زیات کړي، کیفیت یې لوړ کړي او د نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.»
تاج محمد تلاش، بل اقتصادي شنونکی، د صادراتو د روانې وده په اړه خوشبیني څرګنده کړه: «سره له دې چې ځینې تجارتي لارې بندې دي، د افغانستان صادرات د ستندرد معیارونو سره د پام وړ وده کړې.
صادراتي توکي ورځ تر بلې زیاتېږي او ګاونډي هېوادونه لکه ایران، ترکمنستان او تاجیکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ لیوالتیا لري.»
مخلص احمد، یو افغان تاجر، د صادراتو په برخه کې له موجودو ستونزو یادونه وکړه: «تاجران له ترانزیټي ستونزو، د ترانسپورت د لګښتونو له زیاتوالي، د پیسو د انتقال له خنډونو او د صادراتي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.»
هغه زیاته کړه: «دولت باید د سوداګرۍ د ملاتړ لپاره برنامې ولري، لکه د پایدارو ترانزیټي لارو جوړول، د تولیدوونکو ملاتړ او فعاله اقتصادي دیپلوماسي.»
د رسمي معلوماتو له مخې، د سنبله میاشتې ۱۴۰۴ کال د صادراتو مجموعي ارزښت ۲۲۹.۸ میلیونه ډالر و. دا رقم د میزان میاشتې په جریان کې ۴۵.۱ میلیونه ډالر زیات شوی، چې د پام وړ پرمختګ ښيي.
د افغانستان د صادراتو وده د هېواد د پټو اقتصادي ظرفیتونو ښکارندویي کوي؛ خو د دې ظرفیتونو تحقق د دولت عملي ملاتړ، د ساختاري خنډونو لرې کول او د خصوصي سکتور پیاوړتیا ته اړتیا لري.
پای




