ښځې انګېزه د بریالیتوب کلیدي بولي؛ له ننګونو تر بریا پورې یوه هڅهیزه سفر
سلما احمد زی- په وروستیو کلونو کې د افغانستان او سیمې ګڼ شمېر ښځو د خپلې نه ستړې کېدونکې هڅې، دوامداره زحمت او پرله پسې فعالیتونو له لارې په بېلابېلو مسلکي، علمي او سوداګریزو برخو کې د پام وړ ځایګی ترلاسه کړی او اغېزمن رول یې لوبولی دی. د دغو ښځو په وینا، یو له هغو مهمو عواملو څخه چې دوی یې د بریالیتوب د کلیدي په توګه یادوي، انګېزه (هڅونه) ده؛ هغه داخلي یا بهرنی ځواک چې دوی یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو په لاره کې هڅولي او ستړي نه پېژندونکي کړي دي.

نازیه چې د خبریالۍ او رسنیو په برخه کې فعاله ده، په دې اړه وايي: «زه د خبریالۍ له ډګر سره د ډېرې لېوالتیا او همدارنګه د خپلې کورنۍ د هڅونې او بې شرطه ملاتړ له امله دې لار ته راغلم.
زموږ ټولنه تر هر څه ډېره اړتیا لري چې حقیقتونه په سمه او بې طرفه توګه منعکس شي.
همدا ټولنیز احساس او اړتیا په ما کې دومره قوي انګېزه رامنځته کړه چې زده کړې وکړم او مسلکي کار ته دوام ورکړم.
انګېزه زما په بریالیتوب کې مهم رول درلود؛ ځکه ما وهڅوله چې له ټولو خنډونو، تهدیدونو او ننګونو سره سره خپلو موخو ته دوام ورکړم او هېڅکله د ناهیلۍ احساس ونه کړم.»
فروزان چې د انلاین توکو پلورونکې ده او د ښځو لپاره د شخصي برانډ جوړونې په برخه کې کار کوي، خپله انګېزه داسې بیانوي: «زما موخه دا وه چې د هغو ښځو لپاره یو انلاین پلورنځی جوړ کړم چې فزیکي بازار ته محدود لاسرسی لري.
په دې برخه کې د ټولنې غوښتنه ډېره وه او همدا غوښتنه زما اصلي انګېزه شوه.
انګېزه زموږ د بریا لاره ده؛ کله چې دا الهام بښونکی احساس په موږ کې رامنځته شي او عملي یې کړو، نو لویو بریالیتوبونو ته رسېدای شو.»
تمنا چې په روغتیايي، اکاډمیکو او ښوونیزو برخو کې فعالیت کوي، زیاتوي: «زما انګېزه له هغه ځایه راپیدا شوه چې غوښتل مې ځوانانو او په تېره بیا نجونو ته د زده کړې او وړتیا لوړونې مناسب فرصتونه برابر کړم.
په بریالیتوب کې د قوي انګېزې درلودل خورا مهم دي؛ همدا انګېزه وه چې ما توان کړه د سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړم او تسلیم نه شم.»
ارواپوهه رخشانه شریفي، انګېزه د یو داخلي یا بهرني ځواک په توګه تعریفوي چې انسان د کار کولو، موخې ته د رسېدو او هڅو د دوام لپاره هڅوي.
نوموړې وايي: «انګېزه انسان ته دا توان ورکوي چې له هیلې، انرژۍ او روښانه موخې سره ژوند وکړي او د ستونزو پر وړاندې ژر تسلیم نه شي.
دا د ښځو د بریالیتوب او رواني هوساینې له مهمو عواملو څخه ده.
هغه ښځه چې هیله، موخه او ملاتړ ولري، کولای شي د ژوند ستونزې په ښه توګه مدیریت کړي او شخصي او ټولنیزې ودې ته ورسېږي.»
شریفي ټینګار کوي چې د کورنۍ او ټولنې ملاتړ د ښځو د انګېزې د ساتلو او بریالیتوب په برخه کې ډېر مهم دی او زیاتوي چې د انګېزې د ساتلو لپاره لاندې ټکي اغېزمن دي:
· کوچنۍ او واقع بینانه موخې ټاکل
· اغېزمنه هڅونه او ملاتړ
· رواني روغتیا ته پاملرنه
· له نورو سره له پرتله کولو ډډه کول
· د فردي ودې لپاره دوامداره زده کړه
· مثبت فکر او پر ځان باور
که څه هم انګېزه د بریالیتوب بنسټيز عامل دی، خو ارواپوهه شریفي خبرداری ورکوي چې کله ناکله ښځې د رواني فشارونو، د ژوند د ستونزو او ډېرې ستړیا له امله خپله داخلي یا بهرنۍ انګېزه له لاسه ورکوي او د بېانګېزګۍ احساس کوي.
د کارپوهانو د څرګندونو پر بنسټ، لاندې عوامل په ښځو کې د انګېزې د نشتون له مهمو لاملونو څخه دي:
· له حده زیاتې نیوکې او ملامتول
· د عاطفي او رواني ملاتړ نشتوالی
· اقتصادي ستونزې او د ژوند د لګښتونو فشار
· پرله پسې ماتې او ناکامۍ
· اضطراب، خپګان او د ځان باور کمښت
د انګېزې لرل، که هغه داخلي وي او که بهرنۍ، د ښځو په بریالیتوب کې ټاکونکی او حیاتي رول لري.
خو له دې سره، یوازې انګېزه کافي نه ده؛ د کورنۍ او ټولنې فعال ملاتړ، د رواني فشارونو کمول، د کار او زده کړې مناسب شرایط برابرول، او د ښځو د فردي او مسلکي ودې لپاره د فرصتونو رامنځته کول هغه عوامل دي چې کولای شي دا حیاتي ځواک په ښځو کې دوامدار، اغېزمن او پایدار وساتي.
پای




