د یونیسف له لوري د نویو پروژو پیلېدل؛ په افغانستان کې ګڼ شمېر پروژې بیا پلي کېږي
سلما احمدزی- د یونیسف له لوري د نویو پروژو د پیلېدو او په افغانستان کې د دغې ادارې له لوري د ګڼشمېر پروژو د بیا پلي کېدو خبر ورکړل شو. له دې سره به ګڼشمېر افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د یونیسف ادارې له استازي او مل پلاوي سره لیدلي او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او د ګډو همکاریو پر دوام یې خبرې اترې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یونیسف استازي ویلي چې دغه اداره به له یاد وزارت سره په همکارۍ نورې پراختیايي پروژې هم پلي کړي.
په ورته وخت کې، عبداللطیف منصور د یونیسف د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د پروژو د بشپړولو لپاره یې د لا ډېرو هڅو غوښتنه کړې ده.
یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې یادې پروژې کولای شي افغانستان ته ګټورې تمامې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی وایي: «د دغو پروژو پلي کول په هېواد کې ګټور تمامېږي؛ ځکه له دې سره ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه برابریږي او په ټولنه کې ډېری اسانتیاوې رامنځته کېږي.
همدارنګه د اقتصادي پروژو د پلانونو په پلي کولو کې ګټور تمامېدای شي. که په ترانزیتي برخه، یا د انرژۍ تولید، کرنې او صنعت برخه کې پانګونه وشي، ګټوره تمامېدای شي.»
بلخوا د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز بیا وایي: «هغه مرستندویه ټولنه چې په افغانستان کې مرسته کوي، د دوی د پالیسۍ مطابق هر کار کولای شي.
یونیسف کولای شي د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو، مالي درملو برخه کې، تولیدي برخو کې، ماشینري برخو کې او د خلکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې کار وکړي؛ له دې سره کېدای شي افغانستان په راتلونکي کې له ستونزو څخه خلاص شي.»
ورته پروژې پلي کېدل په افغانستان کې په هره برخه کې ګټور تمامېږي؛ له دې سره د ګڼو افغانانو ستونزې حل کېږي.
پای




