د ازبکستان ۱۰۰ کسیزه پلاوی افغانستان ته؛ د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا په لټه کې
سلمااحمدزی- د ازبکستان یو ۱۰۰ کسیزه پلاوی افغانستان ته راغلی وو چې په مختلفو برخو کې یې بحثونه ترسره کړل. په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو د جوړېدونکې سیمه ییزې غونډې ګډونوال کابل ته راغلي وو.

دغه غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په کوربتوب جوړه شوې.
په دې ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو مشران او پالیسي جوړوونکي ګډون درلود.
د اقتصادي چارو مبصر نصیر رشتیا په دې اړه وویل: «افغانستان کولی شي چې د جنوبي اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا سره او منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کړي.
افغانستان د هېوادونو ترمنځ نښلوونکی پل دی. منځنۍ اسیا نه یوازې غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، بلکې غواړي د افغانستان له لارې هڅه وکړي چې د افغان ټرانس د پروژې له لارې چابهار او بندر عباس ته ورسېږي او همدارنګه د افغانستان له لارې کراچۍ او واکه بندر ته ځان ورسوي.»
نوموړي زیاته کړه: «یاد هېوادونه د نفتي او انرژۍ له سرچینو ډک دي او د افغانستان موقعیت د دې لامل شوی چې دوی سره ښې اړیکې ولري.
افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس په درلودلو سره کولی شي ګاونډیو هېوادونو ته یو ښه بازار وي.
د دغو اړیکو اهمیت د افغانستان صادراتو ته دی، چې باید تولیدات لوړ کړو که داسې ونشي نو تجارتي بیلانس به مو منفي شي.
په ټوله کې د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو سره ګټور تمامېدلی شي.»
د اقتصادي چارو بل مبصر رحیم الله مرجان په دې اړه ویژه روز ته وویل: «د ازبکستان او افغانستان اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېږي.
ځکه افغانستان له ازبکستان سره ښې اقتصادي راکړه ورکړه لري او دې ناستې سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پراخې شي چې افغانستان ته ګټور دی.
یادې اړیکې کولی شي افغانستان هم په پښو ودرولي. نو افغانستان ته پکار ده چې خپلې اړیکې له دغو هېوادونو سره وساتي.»
ویل شوي چې په یادې غونډه کې د سیمه ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي، چې د سیمې د تل پاتې ثبات او ګډې هوساینې لپاره به یو نوی فصل پرانیزي.
پای




