د سوداګرو مرسته له اړمنو کورنیو سره
سلمااحمدزی- په ټولنه کې سوداګر مهم اقتصادي او ټولنیز رول لري. د سوداګرو مرستې او خیریه فعالیتونه د بېوزلو او اړمنو کورنیو د ژوند په ښه کېدو کې ډېره اغېزمنه ونډه لري. په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې چې ګڼ شمېر کورنۍ د خوراک، درملنې، تعلیم او سرپناه له ستونزو سره مخ دي، د سوداګرو مرسته د ټولنې د ثبات او همکارۍ لپاره ارزښتناکه بلل کېږي.

حبیب حسرت، د ټولنیزو چارو کارپوه، په دې اړه وايي: «د اختر شپه او ورځ یوازې د خوشحالۍ لپاره نه، بلکې د همدردۍ، مرستې او یووالي لپاره هم ده.
پانګوال او سوداګر باید له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي، هغوی ته خوراکي توکي او د اختر اړتیاوې برابرې کړي، تر څو هغوی هم د اختر خوښي احساس کړي.
د شتمنو مرسته کولی شي، په ټولنه کې مینه، یووالی او ورورولي زیاته کړي.»
سیال صافي، چې یو سوداګر دی، په دې اړه وايي: «یوازې په اختر کې باید مرسته ونشي، بلکې دا مرسته باید دوامداره وي.
اړمن خلک په سوداګرو حق لري چې د دوی له احواله خبر اوسي.
سوداګر باید د خپلې وسې په اندازه مرسته وکړي. همداسې چې موږ د اختر لپاره خوشحالي کوو او رنګین دسترخوان جوړوو، فقرا هم دا هيله لري.
له ټولو سوداګرو څخه مو هيله ده چې ځينو کورنيو سره مرسته وکړي او اختر یې خوشحاله کړي.»
سمیه، د کابل ښار اوسېدونکې چې مېړه یې له لاسه ورکړی، وايي: «ماشومان مې څو ورځې شوه ډوډۍ نه ده خوړلې.
هیڅ څه په کور کې نه لرو. وړه ماشومان مې پوستکي ناروغي لري. خو د هېواد یو ملي سوداګر له ما سره مرسته وکړه، الله (ج) دې ورته خیر ورکړي، او د دریو میاشتو خرڅه یې راته واچوله.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېر خلک د فقر له امله نشي کولی چې اختر ولمانځي.
د سوداګرو مرسته له اړمنو کورنیو سره د ټولنې د سوکالۍ او ثبات لپاره خورا مهمه ده.
که سوداګر، خیریه بنسټونه او د ټولنې نور شتمن خلک په ګډه همکاري وکړي، نو د بېوزلۍ کچه به راټیټه شي او د خلکو ژوند به ښه شي.
پای




