مسکو فارمټ او افغانستان؛ د سیمهییز امنیت، اقتصادي اتصال او د تېرو غونډو د اغېز پوښتنه
سلما احمد زی- به مسکو کی د افغانستان په اړه اتمه فارمټ غونډه ترسره کیږی چی یاد فارمټ کی به د افغانستان او سیمی هیوادونه استازي ګډون ولری.

ټاکل شوی سبا د اکټوبر میاشت پنځمه نیټه په مسکو کی غونډه ترسره شی چی د یادی غونډی هدف د افغانستان او سیمی هیوادونو د امنیت او ثبات لپاره به خبری وشی.
بهرنیو چارو وزارت وایي، دغې ناسته کې به د افغانستان په اوسنې وضعیت، رامنځته شویو فرصتونو او د افغانستان او سیمې اړیکو اړوند موضوعاتو بحثونه وشي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یاده ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړي.
کارپوهان په دی باور دی چی د ترهګري امنیتي مساله د بهرنیو رسنیو له آدرس دی برخه کی له تبلیغاتو څخه متاثره دی. او د یاد هیوادونو ویره د ناامني تګ د یاد هیوادونو پولو ته دی.
د سیاسی چارو مبصر روح الله هوتک وایی:«روسیه او د سیمی هیوادونه د افغانستان په شته وضعیت اندیښنی لری.
د ترهګري او امنیتي مساله د بهرنیو رسنیو له آدرس دی برخه کی له تبلیغاتو څخه متاثره دی.او د یاد هیوادونو ویره د ناامني تګ د یاد هیوادونو پولو ته دی.
د مخدره توکو تولید او قاچاق مساله ده چی سیمی ته یی ستونزی جوړي کړی دی.
د پاکستان او افغانستان شته ترنګلتیا،د سرحدي نښتو او بریدونو زیاتوالی د سیمی لپاره د اندیښنی وړ ده.
چی روسیه غواړی له یاد فارمټ له لاري د کړکيچ د کم کولو لپاره داسی وکړی.»
نومړی زیاته کړه د هیوادونو د اقتصادی او ثبات اتصال برخه ده هغه هیوادونه چی غواړی افغانستان د سیمه ییز پروژو برخه وګرځی.
د مسکو فارمټ اصلی موخه د امنیت ،ترهګری،نشه یی توکی ضد مبارزه ده.
چی افغانستان د بی ثباتي نه په ثبات سره د همکاری سرچینه وګرځي.
بلخوا د سیاسی چارو مبصر عبدالواسع قانع ویژه روز ته وویل:«په دی فارمټ کی د نړی تاثیر لرونکی هیوادونه چی تصمیمونه یی د افغانستان په اړه تاثیر لری، په یاد فارمټ کی ګډون نلری.
په یاد غونډه کی د افغانستان سیاسی،امنیتي،اقتصادي، ترهګري، نشه یی توکی او د سیمی په امنیتی وضعیت به بحث وشی. ګډونکوونکی هیوادونه به په یاد فارمټ کی خبری ولری.»
دا په داسی حال کی ده چی له د مخکی هم ورته فارمټ غونډی ترسره شوی دی چی د افغانستان په بيلا بيلو موضوعاتو بحثونه ترسره شوی دی. چی خاص تاثیر یی د افغانستان په وضعیت ندی لرلی.
پای



