امریکا د ایران کنګل شوې شتمنۍ د نورو هېوادونو ته ورکولو ګواښ کړی
سلمااحمدزی- د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ایران کنګل شوې شتمنۍ هغو هېوادونو او شرکتونو ته ورکړي چې د جګړو پر مهال یې زیان لیدلی دی.
ایران په ځواب کې خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد چې د امریکا وړاندیز ومني، نور به د تنګي هرمز له لارې د تېرېدو اجازه ونه لري.
سیاسي کارپوهان وايي چې امریکا تل د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له فشار څخه کار اخلي.
د سیاسي چارو مبصر احمد زلمی افغانیار پوپل ویژه روز ته وویل: «د امریکا یو اړخیز چلند د نړۍ په کچه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو پر وړاندې څرګند دی.
هغه هېوادونه لکه افغانستان، یمن، سوریه، عراق او فلسطین چې نږدې ۹۵ سلنه ویجاړۍ یې د امریکا د مستقیم ملاتړ له امله رامنځته شوې، باید هم په پام کې ونیول شي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتی هم ویژه روز ته وویل: «په نړۍ کې داسې قانون نشته چې مقتدر هېوادونه د خپلو یو اړخیزو پرېکړو مخه ونیسي.
نړیوال تړونونه او میثاقونه دولتونه اړ کوي چې په خپلو پرېکړو کې نړیوال حقوق په پام کې ونیسي.»
زرمتی زیاته کړه چې دا یو سیاسي فشار دی، لکه څنګه چې امریکا مخکې هم پر ایران فشارونه وارد کړي وو.
د هغه په وینا، ټرمپ غواړي ایران اړ کړي چې د امریکا غوښتنې ومني، خو دا پرېکړه یو اړخیزه ده او هېڅ هېواد نشي کولای د بل هېواد له شتمنۍ څخه ګټه واخلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا له دې وړاندې هم پر ایران ګواښونه کړي، خو کارپوهان باور لري چې امریکا نشي کولای خپلې خبرې عملي کړي.
پای




