په مسکو فارمټ غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلاف
سلما احمدزی- د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ غونډه کې پر پاکستاني پوځ سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې پاکستان د ټولو نړیوالو او عرفي قوانینو خلاف د افغانستان پر حاکمیت تېری کوي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان ښوونځي، روغتونونه، کورونه او عامه ځایونه په نښه کوي او خلک شهیدانوي. بلخوا پاکستان تور پر افغانستان اچوي.

سیاسي کارپوهان وایي چې پاکستان خپلواک هېواد نه دی، بلکې د نورو هېوادونو په امر چلېږي.
د سیاسي چارو مبصر عزیز معارج وایي: «پاکستان خپلواک هېواد نه دی، بلکې د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا، له لوري حمایه کېږي، څو په سیمه کې د دوی اهداف مخ ته یوسي.
او په افغانستان بریدونه هم د نورو په امر ترسره کوي.
که روسیه غواړي چې د افغانستان هر ډول همکاري له ځانه سره ولري، نو له امریکا سره باید خبرې وکړي، څو پاکستان نور په افغانستان کې لاسوهنه او بریدونه ونه کړي.»
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی جبار اکبري بیا وایي: «مسکو فارمټ غونډه د افغانستان په نفع وه.
په یادې غونډې کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون درلود او د امنې او ثبات افغانستان څخه یې خبرې وکړې.
بلخوا پاکستان غواړي چې په نظامي ډول د افغانستان وضعیت ترینګلی کړي.
کله چې یو هېواد د بل هېواد پر خاورې تېری وکړي، نو د دفاع حق لري.»
نوموړي زیاته کړه چې په مسکو فارمټ غونډه یا هم ورته غونډو کې باید متقابل احترام مراعات شي.
او که پاکستان له نظامي فشارونو څخه کار واخلي، نو اسلامي امارت به هم ځواب ورکړي.
یاد اختلافات په داسې حال کې پورته شوي چې له غونډې څو ورځې مخکې هم په کنړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري په شویو بریدونو کې ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
پای




