د افغانستان په کوربه توب د منځنۍ آسیا او آذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو غونډه پیل شوه
سلمااحمدزی- په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو لوړه کچه سیمه ییزه غونډه پیل شوه. دا غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت او کوربه توب ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د دې غونډې اساسي هدف د افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د راتلونکو سیمه ییزو همکاریو په اړه د تحلیلي بحثونو، د تخصصي نظریاتو د تبادلې او د پالیسۍ محوره حل لارو د وړاندې کولو لپاره یو مناسب بستر رامنځته کول دي.
په دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او آذربایجان هېوادونو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون لري .
محمد زلمی افغانیار پوپل، د سیاسي چارو مبصر، په دې اړه وویل: «آذربایجان له هغه هېوادونو څخه دی چې په تېرو څلورو کلونو او نه و میاشتو کې یې کوښښ کړی چې د دوه اړخیزو ملي ګټو د ساتنې لپاره له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري او له منځنۍ او مرکزي آسیا سره منسجم اړیکې لري.
دا اړیکې کولی شي له افغانستان سره همکاري فعاله کړي.»
روح الله هوتک، د سیاسي چارو شنونکی، زیاته کړه: «د امریکا او منځنۍ آسیا د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي او د شانګهای سازمان د همکارۍ له لارې پلي کېږي.
افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د تروریزم، افراطیت او نشه يي توکو پر وړاندې ګډ پروګرامونه تصویب کړل.»
هوتک وویل چې افغانستان د مشورتي غونډو او CIS له لارې استخباراتي معلومات شریکوي او د تروریستي ضد تمرینونو په برخه کې همکاري زیاته کړې، چې پکې د داعش، غیرقانوني مهاجرت او سازماني جرمونو پر وړاندې ګډې هڅې شاملې دي.
هغه زیاته کړه چې دا هڅې د اقتصادي پروژو لکه کاسا‑۱۰۰۰ او ریل پټلۍ سره مرسته کوي چې ثبات او امنیت پیاوړی کړي.
امیدالله قاسم زی، د اقتصادي چارو مبصر، وویل: «انرژي د هر هېواد له اړتیاوو څخه ده، پرته له انرژۍ نه پانګونه محدوده ده.
افغانستان د انرژۍ له بډایه سرچینو ډک دی او د ډېرو هېوادونو لیوالتیا په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه ده.
دا کړنې کولی شي په هېواد کې منظمه سیمه ییزه هم غږي رامنځته کړي، د انرژۍ ټوله غوښتنه پوره کړي او د کرنې او کانونو په برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.»
په دې غونډه کې به د سیمه ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.
تمه ده چې دې غونډې به د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان ترمنځ د متقابل باور، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو او سیمه ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره یو نوی فصل پرانیزي او د سیمې د تلپاتې ثبات او ګډې هوساینې لپاره به عملي وړاندیزونه وړاندې کړي.
پای




