د ایران او امریکا ترمنځ په خلیج فارس کې نظامي نښتې او سیمه ییزې پایلې
سلمااحمدزی- وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خلیج فارس او تنګي هرمز په سیمه کې نوې نظامي نښتې او بریدونه شوي دي. دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ څو پړاویزې مذاکرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. له دې وړاندې هم ښاغلي ټرمپ ګواښ کړی و چې د ایران د یورانیم زېرمې به له منځه یوسي. په دې راپور کې به د دغو نښتو اړوند د کارپوهانو اندونه او احتمالي ګواښونه وڅېړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه ښاغلي روح الله هوتک وايي: د ایران او امریکا ترمنځ په خلیج فارس او تنګي هرمز کې تازه بریدونه د سیمې د ثبات او نړیوالې سوداګرۍ لپاره جدي ګواښ دی.
دا بریدونه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او کویټ ته هم جدي امنیتي ګواښ دی.
دغه نښتې به د سیمې لپاره انساني او اقتصادي لګښتونه زیات کړي.
د یوې پراخې سیمه ییزې جګړې خطر ډېر دی.
تنګي هرمز چې د نړۍ د تیلو ۲۰-۲۵ سلنه لېږد ظرفیت لري، د دې جګړو له امله محدود شوی.
د نښتو له امله د تیلو بیه او د بیمې نرخونه لوړ شوي او د خلیج هېوادونو صادرات او واردات ګډوډ شوي دي.
که بریدونه دوام وکړي، نو په سیمه کې به د انرژي یو نوی بحران رامنځته شي.
د سیاسي چارو کارپوه ښاغلي عزیزي معارج وايي: د ایران له یوه اړخه او اسرائیل او امریکا له بل اړخه جګړه پای ته نه ده رسېدلې.
لنډمهاله اوربندونه او اوږدې مذاکرې د جګړې تاکتیکونه دي چې له لارې یې دواړه خواوې فرصتونه ترلاسه کوي.
د ایران او امریکا جګړه له مخکې پلان شوې ده او دا به تر هغه دوام وکړي تر څو ایران کمزوری نشي.
لویدیځ غواړي په مستقیمه توګه په ایران، په ځانګړې توګه په تنګي هرمز او ټولو سرچینو باندې کنټرول ترلاسه کړي.
په دې جګړه کې ایران زیان ویني، په ځانګړې توګه د خلیج له هېوادونو سره په نښتو کې.
ځواکمن هېوادونه او د امریکا متحدان په دې پوهېږي چې څه کېږي.
که چېرې د ایران چارواکي معامله وکړي، نو امکان لري چې حالات بدل شي.
امریکا (سنتکام) ویلي دي چې د هغوی ځواکونو د ایران د بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.
ایران ویلي چې دا بریدونه یې د امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
د دغو بریدونو له امله په کویټ کې یو کس مړ او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دې نښتو دوام نه یوازې د سیمې ثبات او امنیت ته ګواښ دی، بلکې د نړیوال اقتصاد او انرژۍ پر امنیت به هم جدي اغېزې وکړي.
د کارپوهانو اندونه ښیي چې دا کړکېچ ممکن د یوې اوږدې مودې ستراتیژۍ برخه وي ترڅو ایران کمزوری کړي او د سیمې پر سرچینو بشپړ کنټرول ترلاسه شي، پرته لدې چې د ایران چارواکو د پالیسۍ په برخه کې بنسټیز بدلون راولي.
پای




