د یو ان ډي پي د دوو پروژو تطبیق او د کرنې وزیر لیدنه
سلمااحمدزی- د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) استازي ویلي، چې دې ادارې په افغانستان کې د بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې دوه لویې پروژې پلي کړي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د UNDP له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره کتلي او د کرنې، اوبو لګولو، د معیشت پراختیا او بنسټیزو پروژو په اړه یې د همکاریو د پراختیا خبرې کړې دي.
د وزارت ویاند، مولوي شیر محمد حاتمي، ویلي چې وزیر د دغه نهاد له همکاریو قدرداني کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې وزارت له انکشافي پروژو څخه ګټوره استفاده کوي او د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره له بزګرانو ملاتړ کوي، ترڅو داخلي تولیدات زیات او واردات کم شي.
اقتصادي کارپوهان دا اقدام مثبت بولي او وايي، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ۸۲ سلنه خلک یې په کرنه بوخت دي، نو پدې برخه کې پانګونه او بهرنۍ همکاري کولای شي، چې اقتصاد پیاوړی کړي، عواید زیات کړي، د کار زمینه برابره کړي او د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي.
دوی زیاتوي، چې بهرني تعاملات او اقتصادي همکاري کولای شي، د افغانستان اعتبار لوړ او پانګوال وهڅوي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، چې دا به د هېواد په اقتصادي ودې کې مهم رول ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې ډېرې پروژې روانې دي، چې کولای شي هېواد ته د اقتصادي پلوه ګټورې ثابتې شي.
پای




