څرګندونې د ایران د یورانیم په اړه، د ټرمپ خبرې
سلمااحمدزی- د امریکا ولسمشر تیره پنجشنبې وویل چې واشنګټن په هرمز تنګي کې له بېړیو څخه د مالیې اخیستلو ملاتړ نه کوي او د ایران د لوړې کچې بډایه شویو یورانیمو زېرمې به ترلاسه کړي. نوموړي خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زېرمې په اړه وویل: «موږ به بډایه شوی یورانیم ترلاسه کړو؛ اړتیا ورته نلرو؛ تر لاسه کولو وروسته به یې له منځه یوسو؛ خو موږ اجازه نه ورکوو چې دوی یې ولري.»

د سیاسي چارو مبصر عزیز معارج په دې اړه ویژه روز ته وايي: «ټرمپ هغه خبرې کوي چې له مخکې پلان شوي پروګرامونه دي. د دوی متحدان خبر دي. دوی له مخکې مصارف، تلفات، پلان، د جګړې تکتیکونه او اوربند سنجولي دي.»
نوموړی زیاتوي: «دا جګړه د کنټرول جګړه ده. په پای کې د ایران د هرمز تنګي کنټرول غواړي، لکه چې عرب په ۱۹۷۱ کال کې ترلاسه کړ.
هغه غواړي ایران ضعیف کړي تر څو د کنټرول لاندې یې راولي. دا جګړه د انرژۍ جګړه ده. نو په سیمه کې دوی ته خطر نه پېښېږي؛ نرخونه چې لوړېږي، د جګړې همدا ګټه ده، ځکه ویجاړي رامنځته کېږي.
ساختماني شرکتونه، بانکونه، تیل، خوراکي توکي، وسلې دا ټول د دوی دي. نو دا جګړه د دوی په ګټه ده او خطر سیمې او نړۍ ته نشته.»
د سیاسي چارو بل مبصر اجمل زرمتي په دې اړه وايي: «ټرمپ له هغو سیاستمدارانو څخه دی چې تیوري یې نه ده لوستلې؛ وخت یې په تجارت کې تېر کړی او په سیاسي چارو دومره نه پوهېږي.
له سخت فشار څخه کار اخلي. په ایران کې له سخت فشار څخه کار اخیستل ځواب نه ورکوي. تر اوسه پورې د جګړې ستراتیژیک اهداف معلوم نه دي.»
نوموړی زیاتوي: «ټرمپ یو هدف پر مخ وړي او اسرائیل بل هدف لري؛ نو وېشلي (بېل بېل) اهداف دي، ځکه دا جګړه نشي کنټرول کېدای.
په مقابل کې یې شدید مقاومت شوی. ایران هم له خپلو غوښتنو څخه نه دی تېر شوی. دا یوازې یوه رسنیز (زرګری) جګړه ده چې په رسنیو کې یې کوي.
په عمل کې اسانه نه ده. دا کار د ټرمپ او د هغه د ادارې لپاره ډېر ستونزمن دی؛ که کولای شوی، به یې نه و ځنډولی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د رویټرز خبرې د دوو لوړپوړو ایرانی سرچینو له قوله (چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي) وايي چې د ایران مشر مجتبی خامنهاي امر کړی چې د ایران بډایه شوی یورانیم له هېواده بهر ونه لېږدول شي.
پای




