د انټرنټ د لوړو بیو او ټیټ کیفیت له امله د خلکو اندېښنې؛ د وزارت غبرګون
سلمااحمدزی- د انټرنټ د لوړو بیو او د خدماتو د ټیټ کیفیت ستونزه په دې وروستیو کې د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د کاروباریانو، محصلینو او اداري کارکوونکو اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د انټرنټ بیې راټیټې کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی آرش فروتن، چې د خپل کاروبار لپاره پر انټرنټ تکیه لري، «ویژه روز» ته وویل: “د انټرنټ کیفیت ډېر ټیټ شوی او قیمتونه یې لوړ شوي، چې موږ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو.
دومره عواید نه لرو چې دومره ګران انټرنټ واخلو، خو مجبور یو، ځکه زموږ ټول کار او بار انټرنټ پورې تړلی دی.
له حکومت غواړو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو خپل کاروبار په سمه توګه مخته یوسو.”
بلخوا، د کابل بل اوسېدونکی زیغون رشيدي هم ورته شکایت وکړ او «ویژه روز» ته یې وویل: “د انټرنټ بیو لوړېدو ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.
له یوې خوا قیمتونه لوړ شوي او له بلې خوا کیفیت کم او ډېر ضعیف شوی دی.
اوسمهال هر کار پر انټرنټ روان دی، خو د بېلګې په توګه یوه شبکه ۴۰۰ افغانۍ اخلي او یوازې یو نیم ګېګابایټ انټرنټ ورکوي، چې دا هیڅ عادلانه نه ده. موږ غواړو چې د انټرنټ بیې راټیټې شي.”
د کابل ښار بله اوسېدونکې ناز هم د دې ستونزې په اړه وویل:
“د ژوند ټول کارونه انټرنټ پورې تړلي دي.
د انټرنټ لوړو بیو پر محصلینو او آنلاین پلورونکو منفي اغېز کړی دی. هېله لرم چې اوږدمهاله حل لاره پیدا شي او د انټرنټ بیې راټیټې او کیفیت یې لوړ شي.”
د ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت ویاند عنایتالله الکوزي، «ویژه روز» ته وویل: “د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته له څو ورځو راهیسې د ټولنیزو رسنیو، خبریالانو او نورو لارو چارو له لارې د انټرنټي او مکالماتي بنډلونو د بیو د لوړوالي شکایتونه رسېدلي دي.
موږ دا شکایتونه راټول او تحلیل کړل او پریکړه مو وکړه چې له مخابراتي شرکتونو سره په دې اړه غونډه ترسره شي.”
یادونه وشوه، چې په دې وروستیو کې د انټرنټ بیې په بېساري ډول لوړې شوې، چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي او دوی له اسلامي امارت غواړي چې دغې مهمې برخې ته ژر تر ژره جدي پاملرنه وکړي.
پای



