د سویس هیواد له لوري کډوالو ته د ۲.۴ میلیونه ډالرو بشري مرسته
سلمااحمدزی- د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې سویس هیواد افغانستان ته ۲.۴ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده. یادې پیسې به افغانستان کې هغو کډوالو ته وویشل شي چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.

رحیم الله مرجان د اقتصادي چارو مبصر وویل: «سویس هیواد مرسته له افغان مهاجرینو سره اعلان کړې، چې اوسمهال ورته ډېره اړتیا لري.
له افغان حکومت او اړوندو موسسو غواړو چې یادې مرستې په شفاف ډول ریښتینو اړمنو ته ورسوي، ځکه ډېر وخت په افغانستان کې د مرستو په وېش کې فساد کېږي.»
امید قاسم زی بل اقتصادي کارپوه وویل: «که نړیوالې مرستې په ریښتیا سره په سمه توګه ولګول شي، نو کولای شي په بېلابېلو برخو کې مثبت اغېز وکړي.
دا مرستې باید اساساً کډوالو ته ورسېږي، په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې مهارتونه لري، باید پانګونه وشي او په صنایعو او کرنه کې ولګول شي.
یو څو بورې او غوړي نشي کولای اقتصادي ستونزه حل کړي، نو باید دا بشري مرسته بنسټیزه او تولیدي وي.»
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل: «د سویس هیواد له لوري د ۲.۴ میلیونه ډالرو بشري مرستې هرکلی کوو.
دا مرسته به د UNHCR له لوري هغو کډوالو ته چې تازه له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي، د بیړنیو اړتیاوو لپاره وکارول شي او په بېلابېلو ولایتونو کې به اړمنو او مستحقو کورنیو ته وویشل شي.»
په وروستیو کې د پام وړ شمېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو (پاکستان، ایران) افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هېوادوال هیله لري چې یادې مرستې به د کډوالو اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
پای



