خبرونه

په افغانستان کې د زړو بانکنوټونو زیانوالی

سلما احمدزي- په افغانستان کې د زړو بانکنوټونو ډېروالي خلک او هټیوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له حکومت څخه غواړي تر څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

راشد احمدزي، د کابل ښار اوسېدونکی، ويژه روز ته وویل:
«زاړه بانکنوټونه له بازار نه باید ټول شي.

ډېری ځایونو کې لفظي او فزیکي شخړې چې رامنځته کېږي د زړو بانکنوټونو له وجې وي. نو باید نوي بانکنوټونه توزیع شي.»

واحد خالد، د کابل ښار بل اوسېدونکی، وايي: «په بازارونو کې، په تجارت کې، په دکانونو کې د زړو او مندرسو بانکنوټونو وضعیت له زغملو وتلی دی.

هغه څه ته چې موږ نن پیسې د تبادلې وسیله يادوو، په حقیقت کې د یو شکېدلي کاغذ په څیر دی چې هغه چسپ خوړلی او ټوټې دی.»

مصطفی صدیقي، د کابل ښار بل اوسېدونکی، وايي چې زړو بانکنوټونو ورځني چارې یې له ستونزو سره مخ کړې دي:
«زموږ ستونزه دا ده چې کله پر پیسو باندې راکړه ورکړه کوو، نو موږ ته ویل کېږي چې پیسې راکړه، کله چې پیسې ورکوو، وايي دا زاړه دي او نه چلیږي.

له حکومته زما دا غوښتنه ده چې زړې پیسې ټولې کړي او نوي پیسې توزیع کړي.»

اقتصادي مبصرین وايي چې په افغانستان کې باید آنلاین بانکي سیستمونه مینځ ته راشي تر څو ټولیز چارې په سمه او اسانه توګه سرته ورسېږي.

رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو مبصر، وايي: «په داسې شرایطو کې چې افغانستان له یو اقتصادي انزوا سره مخ دی، په داسې شرایطو کې د نویو بانکنوټونو چاپول د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي.

حکومت ته پکار ده چې ډېر په نرمۍ سره او په منظمه توګه مخته لاړ شي. د افغانیو د چاپ کیفیت باید لوړ شي. له عام ولس نه مو غوښتنه ده چې د پیسو په ساتلو کې ډېر پام وکړي.»

عبدالجبار صافي، د اقتصادي چارو بل مبصر، وايي: «د زړو بانکنوټونو د مخنیوي په خاطر څو تګلارې شتون لري.

په افغانستان کې آنلاین بانکي سیستم باید پیل شي چې خلکو لپاره ډېر سهولتونه رامنځته کوي او مثبتې اغیزې لري، پیسې به نه زړیږي.»

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت وايي چې د افغانستان بانک د دې لپاره چې په هېواد کې نقدي بازار راکم کړي، دا مهال د برېښنایی خدمتونو لپاره هڅې کوي.

یوازې په تېر کال کې “هف پی” په نوم کارتونه چې د افغانستان بانک خپله طرحه او ملي کارت دی، معرفي شوي.

حکومت له خلکو څخه غواړي چې په بازار کې د نقدي کمولو لپاره سوداګریزو بانکونو ته مراجعه وکړي او دغه کارتونه ترلاسه کړي.

حسب الله نوري، د افغانستان بانک ویاند، ويژه روز ته وویل:
«د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی تر څو هېوادوالو ته په ټولو مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان بانک له لوري مندرس بانکنوټونه له بازار څخه د یو معلوم طرزالعمل پر اساس راټولېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي.

څومره مندرس بانکنوټونه یا له کاره لوېدلي بانکنوټونه راټولېږي، د هغه په مقابل کې نوي او سالم بانکنوټونه توزیع کېږي. چې یادې لړۍ اوس هم دوام لري.»

نوموړي زیاته کړه: «هغه هېوادوال چې دا ډول بانکنوټونه لري، دوی کولی شي چې د افغانستان بانک او یا هم د سوداګریزو بانکونو استازولیو ته لاړ شي او خپل مندرس بانکنوټونه په نوي بانکنوټ بدل کړي.

زموږ غوښتنه له هېوادوالو دا ده چې د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي تر څو له وخت مخکې مندرس نشي.

د افغانستان بانک د دې لپاره چې په هېواد کې نقدي بازار راکم کړي، دا مهال د برېښنایی خدمتونو لپاره هڅې کوي.

یوازې په تېر کال کې “هف پی” په نوم کارتونه چې د افغانستان بانک خپله طرحه او ملي کارت دی، زموږ هیله له هېوادوالو څخه دا ده چې په بازار کې د نقدي کمولو لپاره سوداګریزو بانکونو ته مراجعه وکړي او دغه کارتونه ترلاسه کړي.»

د يادوني وړ ده چې یوازې په تېر یو کال کې د افغانستان بانک له لوري د هېواد له مختلفو برخو څخه څه باندې ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه راټول او له ګردښت څخه ویستل شوي دي.

څومره بانکنوټونه چې راټولېږي، بازار ته د اړتیاوو په کتو او د پولي سیاست په پام کې نیولو سره نوي بانکنوټونه بازار ته توزیع کېږي.

هغه وګړي چې یاد کارت لري، کولای شي چې له اې ټي اېم ماشین څخه له محدودیت پرته پیسې ترلاسه کړي، په هغو لویو هټیو او دکانونو کې چې هلته پاس ماشینونه موجود دي، هلته هم د کارت له لارې خپل معاملات ترسره کړي، له یو حساب څخه بل حساب ته پیسې انتقال کړي، په ځینو برخو کې مالیات ورکړي، د موبایل کرېډېت زیاتول، برېښنا بل تادیه کول او داسې نور اسانتیاوې هم لري چې نږدې راتلونکي کې به ټول د هېواد عایداتي ادارې له دې کارت سره وصل شي.

پایان

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روزمعرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت.امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند.سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد.هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند.چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد.ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد.حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور.نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button