د خوست په تڼیو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ خونړۍ جګړه؛ څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
سلمااحمدزی- د یکشنبې په ماښام د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په ورژلې سیمه کې د افغانستان اسلامي ملي اردو او د پاکستان پنجابي پوځ ترمنځ په ۸:۳۰ بجو سخته جګړه پیل شوه چې تر اوسه روانه ده.

په دې جګړه کې د دواړو لورو له خوا سپکې او درنې وسلې کارول کیږي.
تر اوسه د پنجابي کرایي پوځ څلور سرتېري وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي.
د یوه پنجابي جسد راوړل شوی او امکان لري چې نور جسدونه هم د اسلامي ملي اردو مجاهدینو له خوا راوړل شي.
د اسلامي ملي اردو له خوا د “رد الظلم” انتقامي عملیات د پاکستاني کرایي پوځ د ظلمونو په ځواب کې پیل شوي چې د جنګي اصولو خلاف یې افغان ملکي خلک، ښځې او ماشومان په بې رحمه بمباریو کې شهدا کړي دي.
پاکستاني کرایي پوځ د افغانستان سوله، ثبات، پرمختګ او رغنیز بهیر نه شي زغملی.
د خوست خلک وایی؛ دغه ظالمان د افغانستان د بې ثباته کولو او پراختیا د درولو لپاره د بې هويته غلامانو نیابتي ډلو په جوړولو کې ناکام شوي، نو له همدې امله یې د دروغجنو تورونو او بهانو په لټولو سره پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړي دي.
دوی له یوې خوا سعودي عرب، قطر، ترکیې او چین ته د افغانستان سره د خبرو او اوربند لپاره زارۍ کوي، خو له بلې خوا د فرضي کرښې په اوږدو کې پر ملکي افغانانو کلیو او کورونو توپونه واروي او ملکي خلکو ته د سر او مال زیان رسوي.
افغانان حق لري چې د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.
پاکستاني پوځ چې په خپلو ټولو مسؤلیتونو کې پاتې راغلی او خپل عوام یې له درنو ستونزو سره مخ کړي، غواړي د خپلو ناکامیو څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.
دا هم باید له یاد نه ویستل شي چې دوی په هیڅ صورت د افغانستان خپلواکي او ترقي نه شي زغملی.
دا د لمر په شان روښانه ده چې پاکستان د افغانستان سره ژوره دښمني لري.
د یادونه وړ ده، د اسلامي امارت له خوا بار بار ټینګار شوی چې هیڅکله د پاکستان له مسلمان عوامو سره دښمني نه لري، بلکې دوی مسلمان وروڼه بولي، له همدې امله یې د پنځو میاشتو په جریان کې هیڅ پاکستاني عام وګړی په نښه نه دی کړی.
پای




