د ملي پروژو د پانګونې او پراختیا لپاره ګډه غونډه
سلمااحمدزی- د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او تمویل د پراختیا په موخه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د افغانستان بانک ویاند ښاغلي حسیب الله نوري وویل: «د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ترمنځ د ملي پروژو د تمویل په موخه یادې غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد وویل، چې د ملي پروژو د تمویل میکانیزم نهایی شوی دی.
د سوداګریزو بانکونو لپاره دا زمینه برابره شوې، چې د هېواد په پراختیایي پروژو کې پانګونه وکړي.
په یادې ناسته کې د هرات – مزار شریف د وسپنې پټلۍ سترې پروژې په هکله بحث وشو، چې ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري، او ۵۵ میلیارده افغانۍ په لګښت به د سوداګریزو بانکونو له لوري تمویل شي. د سوداګریزو بانکونو استازو خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ.»
رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو مبصر، وویل: «ډېرې پروژې په افغانستان کې د بانکونو له لوري اکمالیږي.
بانکونه پیسې لري او په پیسو کارونه مخ ته ځي. نو د افغانستان د مرکزي بانک لیدنه او له خصوصي بانکونو سره غونډه په زیربنايي او نورو پرمختیایي پروژو کې اړینه ده او افغانستان ورته اړتیا لري.
اړینه ده چې حکومت ورته هغه اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو سوداګر د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ لپاره کوښږ وکړي.»
محمد عیسی مبارز، د اقتصادي چارو بل مبصر، وویل:
«په دې سره موږ کولای شو چې پرمختګ وکړو او دا پرمختګ د افغانستان د زیربنايي پرمختګ لامل ګرځي.
مهم دا دي چې کومې برخې په نظر کې ونیول شي. هغه بانکونه چې پیسې يې ډېرې دي او هغه پیسې يې په کار نه دي اچولي، یا هم په افغانستان بانک کې پیسې موجودې وي، نو کولای شو چې په ټاکل شوې موده کې د پروژو څخه ګټه پورته کړو.»
د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د همغږۍ په پایله کې د ملي پروژو د تمویل میکانیزم نهایی شوی، چې له مخې به يې سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابره شي، ترڅو په مستقیم ډول د هېواد په پراختیایي او زیربنايي پروژو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او پرمختګ په بهیر کې خپل اغېزناک رول ولوبوي.
د افغانستان بانک ژمن دی چې د مالي او بانکي نظام د ثبات او سلامتۍ ترڅنګ به د هېواد د دوامدار اقتصادي پرمختګ او د ملي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک او عملي ګامونه پورته کړي.
پای




