د خاتم الانبیا قرارګاه له لوري د هرمز تنګي تړل کېدل
سلمااحمدزی- د ایران د خاتم الانبیا قرارګاه په خبرداري کې ویلي چې د هرمز تنګی د امریکا له لوري د لومړۍ هوکړې د نه پلي کېدو له امله د کښتیو پر مخ تړل کېږي.

د ایران یادې قرارګاه یو ځل بیا د هرمز تنګی وروسته له هغه وتړل چې اسراییل پر لبنان پرله پسې پراخ بریدونه وکړل او په سویس کې یې مذاکرات وځنډېدل.
سیاسي کارپوهان بیا وايي چې که دا حالت همداسې دوام ومومي، نو هم نړۍ او هم سیمه یز هېوادونه به زیان وویني.
د سیاسي چارو کارپوه محمدزلمی افغانيار پوپل ویژه روز ته وویل: «په اوسنيو شرایطو کې امریکا او ایران د پاکستان په کوربتوب په مذاکراتو کې دي.
وړاندوینه کېږي چې ایا امریکا کولی شي له ایران سره توافق وکړي که نه.
د هرمز تنګي تړل یا خلاصول به د مقابلې دوام وي او سیستماتیک فشارونه به پر ایران مدیریت کېږي، ځکه چې هرمز تنګی یوه نړیواله موضوع ده او د نړۍ په هېوادونو کې د سوداګریزو توکو پر بیو اغېز لري.
ایران باید هڅه وکړي چې جګړه مدیریت کړي او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته زیان ورسوي.
که داسې نه وي، نور هېوادونه به هم د ایران په مقابل کې فعال شي او د امریکا پلوی به اعلان کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی جبار اکبری بیا وايي: «د اسراییل او لبنان ترمنځ شخړه د مذاکراتو یوه برخه د ایران او امریکا ترمنځ وه.
ایران ټینګار درلود چې دغه لړۍ د مذاکراتو برخه وي. له یوې خوا ایران او امریکا جوړه وکړه او بلې خوا اسراییل د لبنان په ځینو سیمو کې بریدونه وکړل.
تر څو چې اسراییل وعده ورنه کړي چې نور به د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې لاسوهنه نه کوي، نو دا مذاکرات به بې پایلې وي.
اسراییل د امریکا شریک دی، او تر څو چې امریکا پر اسراییل فشار راوړي، مذاکرات به بې پایلې وي.
دا ټول لاملونه د هرمز تنګي په تړل کېدلو باندې مستقیم او غیرمستقیم اغېز لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د دغه اقدام لامل په لبنان کې د اوربند نقض او له جنوبي لبنان څخه د اسرائیلي پوځ نه وتل ښودل شوی دی.
پای




