د نظامی فشار څخه ډډه او پر اقتصادی فشارونو زیاتوالی
سلمااحمدزی- د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ ویلی چی امریکا د ایران نظام پر وړاندی په آرامی مخکی ځی. او له ایران سره دوه اړخیزی خبری بشپړ شوی ندی.

ټرمپ ویلی چی ایران له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، او خپلو خواکونو ته دمعاشونو ورکولو توان نلري.
په ورته وخت کې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ مرستیال جي ډي ونس ویلي چې له تهران سره لوبه لا نه ده ختمه شوې.
د نوموړي په وینا، واشنګټن د خپلې مطلوبې پایلې د ترلاسه کولو لپاره له اقتصادي او پوځي وسیلو کار اخلي.
کارپوهان وایی چی پر ایران اقتصادی بندیزونه کولی شی په عامو خلکو هم فشار زیاد کړی.
د سیاسی چارو مبصر محمد زلمي افغانیار پوپل ویژه روز ته وویل: « په تېرو څو میاشتو کې د اسرائیلو، امریکا او ایران ترمنځ جګړه د بحث یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده، خو په ورته وخت ایراني ځواکونو پر هغو ګاونډیو او عربي هېوادونو هم بریدونه کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې شتون لري.
یاد وضعیت د نړۍ پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.
د نړۍ شاوخوا شل سلنه د نفتو او ګازو لېږد د هرمز تنګي له لارې ترسره کېږي، نو په دې سیمه کې هر ډول ناامني او د هرمز تنګي احتمالي بندېدل د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.»
نوموړي زیاته کړه: «په ایران کی د امریکايي ځواکونو په مهمو سیمو بریدونو د عامو ایرانیانو پر ژوند هم اغېز کړی دی؛ په داسې حال کې چې اقتصادي فشارونه ورځ تر بلې په خلکو زیاتیږي.
هیله لرمه چی د اقتصادي او سیاسي فشارونو پر ځای د اختلافاتو د مدیریت لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل لاره پیدا شي، څو د ایران ملت او حکومت نور له زیان سره مخ نه شي او د نړۍ هېوادونه هم د هرمز تنګي د بندېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي.»
د سیاسی چارو کارپوه عزیز معارج بیا وایی : «اقتصادي زیر بنا د سیاست اصلی بنياد ده. که چیری اقتصادي ستونزی پیدا شی د سیمی پر امنیت هم اغیزی لرلی شی.
د خلکو اړتیاو ته خلک راپاڅيږي لاس هري خواته اچوی، بنا نه یوازی بهرني سیاست د امریکی د ایران پوښتنی لاندي راځي د سیمی امنیت ته هم ګواښونه جوړوی.»
په ورته وخت بیا د سیاسی چارو شنونکی عبدالواسع قانع بیا وایی: «پر ایران اقتصادي بندیزونه دوام وکړی.
دا به د سیمی پر امنیت او اقتصاد باندی منفی اغیزی ولری، ځکه په سیمه کی شته هیوادونه د سیمی بی ثباتي نه زیانمن کیږی.
دا بندیزونه نور هیوادونه نشی کولی چی له ایران سره راکړه ورکړه ولری.
په د باندی بيلا بیل هیوادونه اړ کیږی چی د فشار زیاتولو لپاره لاس په کار شي.
او د نیابتي ډلو په کارولو غولړی چی سیمه کی په بيلا بيلو کارونو لاس پوري کړی، چی دا د سیمی امنیت له خطر سره مخ کوی.
د سیمی په امنیت خرابیدو سره د سیمی اقتصاد هم اغیزمن کیږی.»
دا په داسی حال کی ده چی امریکا له ایران سره جګړه لا هم روانه ده او څو ځلو مذاکراتو سربیره بیا هم کومی پايلي ته ونه رسیدل.
خو اوس امریکا غولړی له نوی ستراتیژی څخه کار واخلی او د نظامی جګړی پر ځای اقتصادی فشار په ایران راوړی.
پای




