ایران له لوري د امریکا په وړاندي د مذاکراتو ځنډول
سلما احمد زی- د ایران ملي امنیت شورا منشي محسن رضایي وايي، د ایران د شرایطو له پوره کولو پرته به هېڅ ډول خبرې اترې ونشي.نوموړي د اوربند او سولې په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ضد او نقیض څرګندونو ته په اشارې زیاته کړې، ایران بایدد دغو متضادو پیغامونو له امله خپل دریځ بدل نه کړي.هغه اقدامات چې امریکا یې د احتمالي ستونزو او پایلو د کنټرول لپاره کوي، د راتلونکو پېښو مخه نه شي نیولی.

سیاسی شنونکی به دی باور دی چی ایران هم غواړی د امریکا پر وړاندی خپل ځواک وښایی
د سیاسی چارو شنونکی روح الله هوتک وایی: «د دوی په څرګندونو کی د هرمز تنګی معاملاتو بدلیدل دی،څو چی د ایران شرطونه بدل نشی هیڅ ډول خبری اتري به ونشي.
یادی خبری د ټرمپ تبلیغاتي خبرو په ځواب کی ویل شوی دی.
شرطونه د مذاکراتو برخه ده، ایران ورستیو کی شرطونه لری کړی دی،او په سیمه کی یی جګړه درولی ده.
دا ډول خبری د مذاکراتو د ځواک د زیاتولو لپاره کارول کیږی.که موخه درول وو دوی به شرطونه نه وړاندي کول.»
نومړی زیاته کړه دا دی ډیپلوماسی یو تکتیک دی.
ټرمپ خپل موقف بدل کړی له رد څخه تر چمتوالی پوری یی خبری کړی، او ایران هم غبرګون ښودلی تر څو خپل ځای ټینګ کړی، او ښکاره کړی چی فشار لاندي ندی، او کولی شی پر مخ لاړ شی.او ایران پر هرمز تنګی پوره کنټرول لری.
بلخوا د سیاسی چارو شنونکی عبدالواسع قانع بیا وایی: «د ایران لخوا څرګندونی د فشار واردولو لپاره مطرح کړی.
د دی دریځ مقابل کی د مذاکرات ځنډیدلي شی.او کیدلای شی پردي شاته دواړو لورو ته غوښتنه شتون ولري.
او ایران غواړی وښايي چی یواځی د اټومي مساله نده بلکه نور مسایل هم شته چی هغه مهم دی.او د دواړو لورو کی باور شتون نلري.
د هرمز تنګی او باب المندب تړکیدل اقتصادی فشارونو لامل شوی،او په نړیوال بازارونو کی مخ په لوړیدو ده.چی د ذهني فشارونو لامل هم کیږی.»
نوموړی زیاته کړه، دی دریځ سره دوی غواړی چی امریکا او اسراییل مذاکراتو مینځ کی غافلګیرانه حمله ونکړی،او دی سره ایران غږاړی چی اقتصادی بندیزونه هم له مینځه یوسی.
او کنګل شوی شتمني آزادی شی.
او د اوښتل شوی زیان غرامت ورته هم ورکړل شی.او به نړیواله سطح د اتومي پروګرام کی هم سهم ولری.
له دی وړاندی امریکا د ایران بر وړاندی ځینی ګواښونه کړی وو او په مقابل کی یی ایران هم خپل دریځ وښوده .
دا په داسی حال کی ده چی ایران او امریکا تر مینځ د مذاکراتو هلی ځلی هم شوی دی خو بريالي شوی ندی.دا چی ایران او امریکا د څه په لټه کی دی وخت سره به ښکاره شی .




