د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پای ته رسېدل
سلمااحمدزی- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا پر مهال ویلي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ روانه شخړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، ځکه د ایران لوري د یوې نوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي لېوالتیا ښودلې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د ایران حکومت د اوسني وضعیت او پر هېواد د فشارونو له دوام څخه ستړی شوی او غواړي ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

د سیاسي چارو مبصر صفي الله عزیزي وايي: «اوسني وضعیت کې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات روان دي.
ټرمپ ویلي، ښايي نور بریدونه ونه شي، خو بیا هم که چېرې توافق ونه شي، سخت اقدام به وکړي.
ایران هم مهاله خبرداری ورکړی، چې که بریدونه بیا پیل شي، جګړه به پراخه شي، جګړه بشپړ او رسمي خلاصه شوې نه ده، اوربند او سیاسي خبرې روانې دي.»
د سیاسي چارو یو بل مبصر روح الله هوتک وايي: «واشنګټن د اعتماد وړ نه دی.
یادې څرګندونې د فشار لاندې شوي دي، ټرمپ څو ځله خپل بری اعلان کړ، خو ستراتیژیک اهداف په خپل ځای پاتې دي.
خلع سلاح شوې نه ده، سیاسي او ډیپلوماتیکه جبهه ونشو کولی چې نړیوال اجماع رامنځته کړي.
غیر غربي هېوادونو بې طرفي اعلان کړه، یا هم امریکا یې محکومه کړه، نو دا د مذاکراتو د پیل لامل شو، او ایران هم شرطونه کېښودل.»
نوموړي زیاته کړه: «رسنیز جګړه هغه مسئله ده چې اسرائیل او امریکا د ایران پر وړاندې کوي.
د ایران مقاومت او د نوي رهبرۍ نوی کېدل، د مقاومت د محور رامنځته کېدل، په ټولو برخو کې د هرمز تنګي نامتناسبې وسلې په توګه کارول که څه هم ایران ته ګران تمام شول، خو په ګټه یې وکارول.
امریکایان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.»
د نظامي چارو مبصر اسدالله ندیم وايي: «اوس مهال د ایران او امریکا د سولې د موافقې په اړه د یوې هوکړې ته د رسېدو نښې شتون لري، ځکه چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او نن د پاکستان لوی درستیز تهران ته سفر وکړ.
خلیجي هېوادونه، خصوصاً قطر، عربستان او ترکیه کوښښ لري چې یادې مسئلې باید د ډیپلوماسۍ له لارې او له جګړې پرته پای ته ورسېږي.
خو د ټرمپ څرګندونې ډاډمنې نه دي، د ټرمپ د رسنیو څرګندونې بدلیږي، ځکه چې هغه هرې شیبې خپل نظر بدلوي.»
دا په داسې حال کې ده چې که په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې لا هم دوام ومومي، نو په سیمه کې به وضعیت لا خراب شي.
پای




