د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه
خبریال/فرحنوش رحیمی

ویژه روز✍️د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني، سالنګونو ته سفر وکړ او د یادې لویې لارې د کار له جریان څخه یې له نږدې لېدنه وکړه.
د دی وزارت د خبر لمخی هلته یې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست له مسؤولینو او د قراردادي شرکت له استازو سره یې د لیدنې تر څنګ د سالنګونو لویې لارې د کار غوره کیفیت، چټکتیا او په ټاکلي وخت د کار بشپړولو اړوند لازمې لارښوونې وکړې.
ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې تر دا مهاله د سالنګونو لویې لارې د تونل له دننه برخې او ۱۶مې ګالرۍ د کېندلو چارې ترسره شوې دي، چې شاو خوا لس زره متره مکعبه جامد او پنځه ویشت زره متره مکعبه نیمه جامد توکي له دغې لویې لارې څخه کیندل او ایستل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د سالنګونو لویې لارې کانکریټ اچونه ټول ټال ۸۵.۵ سانتي متره ضخامت لري، چې په لومړۍ طبقه کې د فلترلیر او د زهکشۍ سیستمونه شامل دي او ۴۲ سانتي متره ضخامت لري، دویمه طبقه (CTB) ۱۵ سانتي متره ضخامت لري، درېیمه طبقه یې د سیخ لرونکي کانکریټ په درلودلو سره ۲۸.۵ سانتي متره ضخامت لري او ورستۍ طبقه یې سفالټ ده، چې دا مهال یې د ټولګټو وزارت له لوري د پلان مطابق کار جریان لري.
د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لویه لار، د (۱۴۰۲هـ ش کال د سنبلې په ۱۹)، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د تونل او ۱۶ مې ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار د چټکتیا په موخه د کانکریټ اچونې کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
ټولګتو وزارت له ټولو درنو هیوادوالو او مټر چلونکو څخه غواړي، چې د دغه وزارت سره دي همکار واوسي او د سالنګونو لویې لارې د ۱۶ مې ګالرۍ او تونل د کانکریټ اچونې د کار تر بشپړیدو پورې دې له دغه مسیر څخه تګ راتګ نه کوي؛ کوچنې وسایط کولی شي، چې د ( پنجشیر او دوشي –بامیانو) مسیرونو څخه تګ راتګ وکړي.
پای
///
سرپرست وزارت فوایدعامه از جریان کار شاهراه سالنگها بازدید نمود
محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی سرپرست وزارت فواید عامه، به ولایات پروان و بغلان سفر نموده و از جریان کار شاهراه متذکره از نزدیک بازدید به عمل آورد؛ در این سفر وی، با مسولین ریاست حفظ و مراقبت سالنگ ها و نمایندگان شرکت های قرادادی ضمن دیدار به آن ها در مورد کیفیت بهتر کار، سرعت بخشیدن کار و تکمیل پروژه در وقت معین هدایات لازم داد.
کار ترمیم اساسی ۸۰ کیلومتر شاهراه سالنگها از سوی وزارت فوایدعامه در دو بخش با سکتور خصوصی قرار داد شده، کندنکاری داخل تونل و گالری ۱۶ تکمیل و ۱۰ هزار متر مکعب مواد سخت و ۲۵ هزار متر مکعب مواد نیمه سخت از داخل تونل و گالری ۱۶ به بیرون انتقال شده است.
قابل یاد آوریست، که ضخامت مجموعی کانکریت شاهراه سالنگ ها ۸۵.۵ سانتی متر میباشد، طبقه اول آن فلتر لیر که سیستم زهکشی شامل است، به ضخامت ۴۲ سانتی متر، طبقه دوم سی تی بی( CTB ) ۱۵سانتی متر ضخامت دارد، طبقه سوم آن کانکریت سیخ دار که ۲۸.۵ سانتی متر ضخامت دارد و طبقه اخیر آن آسفالت می باشد، که اکنون کار آن مطابق پلان وزارت فواید عامه جریان دارد.
وزارت فوایدعامه به اساس اعلامیه قبلی خود، شاهراه سالنگ ها را به تاریخ ( ۱۹ سنبله سال ۱۴۰۲هـ ش) که مصادف است با ۲۴ صفرالمظفر ۱۴۴۵، بمنظور سرعت بخشیدن کار و آغاز کانکریت ریزی داخل تونل و گاری ۱۶ الی تکمیل کار کانکریت ریزی بروی رفت و آمد همه وسایط مسدود نمود.
وزارت فواید عامه از تمام هموطنان عزیز و رانندگان تقاضا مینماید، که با این وزارت همکاری نمایند و الی تکمیل کار کانکریت ریزی داخل تونل و گالری ۱۶ از این مسیر رفت و آمد ننمایند؛ وسایط مسافربری ( تیز رفتار ) میتوانند که از مسیرهای بدیل (ولایت پنجشیر و دوشی – بامیان) رفت و آمد نمایند.
دفتر مطبوعاتی وزارت فواید عامه