د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه له د هند د درملو د صادراتو د پراختیا له شورا سره
نوی ډیلي– د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخېدو په لړ کې، د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هندوستان د درملو د صادراتو د پراختیا له شورا سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې ناسته کې، هندي لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو هیله څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه چې چمتو دي په افغانستان کې د ګډو پانګونو او د درملو د تولید فابریکو د جوړولو لپاره همکاري وکړي.
د لیدنې پر مهال دواړو خواوو د درملو وارداتو، د درملو د کیفیت لوړولو، د پانګونې د فرصتونو پېژندلو، او د دوايي سوداګرۍ په برخه کې د شته خنډونو د حل په اړه مفصل بحثونه وکړل.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د شورا د غړو پوښتنو، اندېښنو او وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړل او د اسلامي امارت له لوري یې د باوري دوايي شرکتونو د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.
د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د درملو سکتور مسؤلین او فعالان به د هندوستان له پرمختللو او باکیفیته دوايي فابریکو څخه لیدنه وکړي.
همداراز، د هندوستان د درملو د سکتور یو پلاوی به د افغانستان د پانګونې د فرصتونو د ارزونې او د دوايي فابریکو د جوړولو د امکاناتو د څېړلو په موخه کابل ته سفر وکړي.
یادونه باید وشي چې د هندوستان د درملو د صادراتو د پراختیا شورا شاوخوا ۵۷ نړیوال معیارونه پوره کوونکې فابریکې غړیتوب لري.
پای




