خبرونه
ننګرهار کې د لاسي بم برید کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
خبریال/بلال احمدی-ننگرهار

ویژه روز✍️ننګرهار کې امنیتي چارواکي خبر ورکوي او وایې، چې د دغه ولایت په شیخ مصري ښار ګوټي کې ناپيژنده کسانو یوه ته لاسي بمونه غورځولي چې له امله يې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.
د نګرهار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایې، چې پېښه تیره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند«شیخ مصري» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دهغه په خبره ناپېژاندو کسانو د سید افضل په نامه د یوه کس کور ته لاسي بمونه غورځولي چې له امله د نوموړي ۵ کلن زوی او ۷ کلنه لور د چاودنې پرمهال وژل شوي او په خپله سید افضل، میرمن او یو زوی یې ټپیان شوي دي.
د زابلي په وینا چې دغه کورنۍ له چاسره دښمني نه لري او د پېښې لامل نه دی څرګند.
هغه وایې، د پېښې تراوسه یې د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیولي خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
پای