ازبکستان او افغانستان: د سوداګریزو اړیکو نوې کچه؛ افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار شو
سلمااحمدزی- د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې تازه شمېرو ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو ارزښت ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، چې له مخې یې افغانستان د روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی. دواړه هېوادونه د سوداګرۍ کچه لوړولو او د اقتصادي همکاریو پراختیا هوډ لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمد آصف الیاس «ویژه روز» ته وویل چې له ازبکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «ازبکستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
په تیرو کلونو کې افغانستان ازبکستان ته خپل صادرات نږدې ۲۵ سلنه زیات کړي، چې په ۱۴۰۴ کال کې یې ارزښت شاوخوا ۱۵۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
له بلې خوا، ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتو کچه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.»
نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو تړونونو د لاسلیک کولو اړتیا هم په ګوته کړه او ویې ویل: «افغانستان ازبکستان ته یو ښه بازار دی او موږ باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړو.
که دوه اړخیزې سوداګرۍ له ۲ میلیاردو څخه ۴ میلیاردو ته ورسېږي او نیم په نیمه شي، نو بیا موږ ویلای شو چې یو ښه شریک دی.»
د اقتصادي چارو کارپوه امیدالله قاسمي هم ازبکستان د منځنۍ آسیا د مهمو بازارونو څخه وباله او ویې ویل: «افغان سوداګر کولای شي چې له ازبکستان څخه نورو منځنۍ آسیایي هېوادونو ته لاسرسی ومومي او خپل صادراتي توکي هلته ورسوي.
دا کار د دواړو هېوادونو پر اقتصادي پیاوړتیا باندې ګټور تمامېږي او نور هېوادونه هم هڅوي چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.»
د ازبکستان د احصایوي معلوماتو له مخې، دغه هېواد افغانستان ته برښنا، خوراکي توکي، ساختماني مواد او صنعتي توکي صادروي، په مقابل کې یې افغانستان کرنیز محصولات، تازه او وچه مېوه، خوراکي توکي او قیمتي معدني سرچینې ازبکستان ته صادروي.
دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره ګامونه پورته کړي دي.
د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر جمشید خواجه یوف په دې وروستیو کې کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان سره د یو میلیارد او ۶۰۰ میلیونه ډالرو د سوداګرۍ کچه تایید کړه او د پانګونې، انرژۍ او ګډو زیربنایي پروژو په برخو کې یې د همکاریو ژمنه وکړه.
د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو تر منځ ۲۲ سوداګریز تړونونه د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د ازبکستان او افغانستان تر منځ اقتصادي اړیکې د پام وړ وده کړې او افغانستان د ازبکستان د صادراتو په درېیم لوی بازار بدل شوی دی.
د سوداګریزو تړونونو لاسلیک، د لوړ پوړو چارواکو متقابل سفرونه او د خصوصي سکټور فعال ګډون، د دواړو هېوادونو تر منځ د لا پیاوړې اقتصادي همکارۍ ژمنه څرګندوي.
کارپوهان په دې باور دي چې دا اړیکې کولای شي د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا نورو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او په سیمه کې د اقتصادي ودې او ثبات سبب شي.
پای




