د ټولنیزو رسنیو اغېزې د ځوانانو پر ژوند
سلمااحمدزی- انټرنیټ یا ټولنیزې رسنۍ زموږ په ژوند دواړه، هم مثبت او هم منفي اغېزې لري. خو ننني ځوانان متاسفانه له انټرنیټ څخه په منفي توګه ډېره استفاده کوي، یعني له حده ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي، چې دا کار د دوی پر روحي، اقتصادي او ټولنیز ژوند منفي اغېزې پرېښي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې نبیله سادات په دې اړه وايي: «اوسمهال د ټولنیزو رسنیو استعمال د ځوانانو ترمنځ ډېر شوی دی.
ویلی شو چې د ژوند له اړینو کارونو څخه ګرځېدلی دی.
د ټولنیزو رسنیو استعمال مثبت اغېزې هم لري، لکه له خلکو سره اړیکې، نوي معلومات زده کول، او د نړۍ او کور دننه له خبرونو څخه خبرېدل.
او له حده ډېر استعمال يې د وخت ضایع کېدل او روحي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی واحد خالد وايي: «زه په ورځ کې ۲ یا ۳ ساعته ټولنیزې رسنۍ کارومه، او دا کار د تقسیم اوقات له مخې سرته رسوم.
دا کار د ساعت تېرۍ لپاره نه، بلکې د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره کارومه، د زده کړې مهارتونو لپاره يې کارومه.
په پایله کې ویلی شم چې ټولنیزې رسنۍ مثبتې اغېزې او منفي اغېزې هم لري، البته که په سمه توګه وکارول شي.»
ډاکټر سباوون صافي ویژه روز ته وايي: «د ټولنیزو رسنیو مثبتې اغېزې لومړی دا چې زموږ اړیکې له ټولنې سره پياوړي کوي.
له دې سره موږ کولای شو له خپلوانو، ملګرو او نورو سره، که هغه په بهر هېوادونو کې دي یا کور دننه، اړیکې ټینګې کړو.
او زموږ د زده کړې په برخه کې پراختیا راولي، لکه موږ کولای شو د مختلفو ژبو په زده کړه کې، همدارنګه ساینسي مضامینو یا نورو برخو کې ترې ګټه واخلو.
بله دا چې موږ کولای شو خپل افکار، داستانونه او کتابونه له نورو سره شریک کړو.»
نوموړی زیاتوي: «سره له دې چې ټولنیزې رسنۍ مثبت ټکي لري، منفي ټکي هم لري.
د ځوانانو اعتیاد پر ټولنیزو رسنیو، چې له دې امله دوی روحي پلوه اغېزمن کېږي.
منزوي کېدل، چې له حقیقي ژوند، لکه له خپلو ملګرو او کورنۍ څخه واقعي اړیکې له لاسه ورکوي.
او وخت په بېځایه توګه له لاسه ورکوي، د یادو رسنیو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید منظم تقسیم اوقات ولرو.
د ځوانانو شخصیت اضطرابي کېږي، فزیکي زیانونه يې: سترګو، اوږو، لاسونو، غاړې، مغزو او سر باندې فشار راځي او د دردونو، ذهني ستړیا، کمزورۍ یادښت او بدخلقۍ لامل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې ننني ځوانان له حده ډېر د ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کوي او دوی يې له ورځني ژوند څخه ایستلي دي. دوی ته يې روحي، رواني او حتا اقتصادي زیانونه اړولي دي.
پای




