د اوبو نړیواله اوونۍ؛ په کابل کې د اوبو د کمښت بحران او د ملګرو ملتونو خبرداری
سلمااحمدزی- د اوبو نړیوالې اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په خطرناکه توګه راټیټه شوې او د اوبو سرچینې ککړې شوې دي. د کابل اوسېدونکي وايي چې دغه وضعیت ورځ تر بلې د یوه جدي بحران په لور روان دی.

علي محمودي، د کابل ښار اوسېدونکی، ویژه روز ته وویل: «په کابل کې د اوبو نشتوالی په یوه جدي بحران بدل شوی دی.
د ځمکې لاندې اوبو کمېدل او له اوبو څخه بې رویه استفاده د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.»
وجیهه سیفي، د کابل د ۱۵مې ناحیې اوسېدونکې، زیاته کړه: «د ۱۵ ناحیې په ځینو سیمو کې اوبه یوازې په میاشت کې یو ځل راځي.
د اوبو د کمیت ترڅنګ، کیفیت یې هم خراب شوی او موجودې اوبه لا ډېرې ککړې شوې دي.»
هاجر سیفي، بله اوسېدونکې، ټینګار وکړ: «اوبه یوازې یوه عادي اړتیا نه ده؛ د څښاک، پخلي، پاکوالي او ورځني ژوند لپاره اړینه ده.
کله چې کورنۍ د ساعتونو یا ورځو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی ونه لري، ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کېږي.»
همت شیرزي، د چاپېریال ساتنې کارپوه، وویل: «افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوبو له کمښت څخه سخت زیانمن شوی.
د کرنې سکتور، چې د هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په کې بوخت دي، تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.
د اوبو کمښت د حاصلاتو د له منځه تلو او په پایله کې د بېوزلۍ او کډوالۍ لامل کېږي.»
نوموړي خبرداری ورکړ چې د څېړنو پر بنسټ، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د څښاک او روغتیايي اوبو ۴۰ سلنه له لاسه تللې او دغه وضعیت په ټولنه کې د ناروغیو د خپرېدو لامل شوی دی.
مولوي شاه آغاسي، د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند، ویژه روز ته وویل: «په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره ګڼې لویې او وړې پروژې عملي شوې دي.
د بندونو پنځه لویې پروژې لکه د کابل شاه عروس بند، د نیمروز کمال خان بند، د زابل عمري بند، د هرات پاشدان بند او د فراه بخش آباد بند لومړی فاز بشپړ شوي دي.»
ده زیاته کړه: «په ۱۸ ولایتونو کې ۱۵۰ چکډیمونه جوړ شوي چې ۷،۳۰۹ هکټاره ځمکه یې خړوبه کړې او شاوخوا ۳۵۴ کسان ترې ګټهمن شوي دي.»
د اوبو له نړیوالې اوونۍ سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې نړۍ به تر ۲۰۳۰ کال پورې د خوږو اوبو له ۴۰ سلنه کمښت سره مخ شي.
د اوبو د اوسني مصرف او ناسم مدیریت د دوام په صورت کې به د نړیوال اوبو بحران د رامنځته کېدو خطر په جدي توګه زیات شي.
د اوبو نړیواله اوونۍ هر کال د عامه پوهاوي لوړولو، د اوبو د دوامدار مدیریت د ترویج او د اوبو د ستونزو لپاره د نویو حللارو د موندلو په موخه ترسره کېږي.
پای




