اقتصادي
نورستان کې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو روغتیایي مرکز ودانۍ جوړه شوه
د نوموړي د مالوماتو په اساس له دې روغتيايي مرکز به شاوخوا ٣٠ زره وګړي په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.

ویژه روز-د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون ویژه روز ته وویل، چې په نورګرام ولسوالۍ کې د« مليل او مشفي» سیمې بنسټيز روغتيايي مرکز لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانيستل شوه.
نوموړی وايي، دا ودانۍ د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په تخنيکي او د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې “UNDP” ۲۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په اساسي ډول جوړه شوې، چې د جوړیدو چارې یې په اوو میاشتو کې بشپړې شوې.
د نوموړي د مالوماتو په اساس له دې روغتيايي مرکز به شاوخوا ٣٠ زره وګړي په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.
نورستان کې یاد روغتیایي مرکز داسې مهال جوړیږي چې د دغه ولایت زیاتره اوسیدونکي د ژوند له نورو اسانتیاوو د نشتون سربیره له روغتیایي اسانتیاوو هم بې برخې دي.
بلال احمدي
ویژه روز/ننګرهار