خبرونه

د اوبو نړیواله اوونۍ؛ په کابل کې د اوبو د کمښت بحران او د ملګرو ملتونو خبرداری

سلمااحمدزی- د اوبو نړیوالې اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په خطرناکه توګه راټیټه شوې او د اوبو سرچینې ککړې شوې دي. د کابل اوسېدونکي وايي چې دغه وضعیت ورځ تر بلې د یوه جدي بحران په لور روان دی.

علي محمودي، د کابل ښار اوسېدونکی، ویژه روز ته وویل: «په کابل کې د اوبو نشتوالی په یوه جدي بحران بدل شوی دی.

د ځمکې لاندې اوبو کمېدل او له اوبو څخه بې‌ رویه استفاده د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.»

وجیهه سیفي، د کابل د ۱۵مې ناحیې اوسېدونکې، زیاته کړه: «د ۱۵ ناحیې په ځینو سیمو کې اوبه یوازې په میاشت کې یو ځل راځي.

د اوبو د کمیت ترڅنګ، کیفیت یې هم خراب شوی او موجودې اوبه لا ډېرې ککړې شوې دي.»

هاجر سیفي، بله اوسېدونکې، ټینګار وکړ: «اوبه یوازې یوه عادي اړتیا نه ده؛ د څښاک، پخلي، پاکوالي او ورځني ژوند لپاره اړینه ده.

کله چې کورنۍ د ساعتونو یا ورځو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی ونه لري، ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کېږي.»

همت شیرزي، د چاپېریال ساتنې کارپوه، وویل: «افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوبو له کمښت څخه سخت زیانمن شوی.

د کرنې سکتور، چې د هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په کې بوخت دي، تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

د اوبو کمښت د حاصلاتو د له منځه تلو او په پایله کې د بېوزلۍ او کډوالۍ لامل کېږي.»

نوموړي خبرداری ورکړ چې د څېړنو پر بنسټ، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د څښاک او روغتیايي اوبو ۴۰ سلنه له لاسه تللې او دغه وضعیت په ټولنه کې د ناروغیو د خپرېدو لامل شوی دی.

مولوي شاه آغاسي، د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند، ویژه روز ته وویل: «په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره ګڼې لویې او وړې پروژې عملي شوې دي.

د بندونو پنځه لویې پروژې لکه د کابل شاه‌ عروس بند، د نیمروز کمال‌ خان بند، د زابل عمري بند، د هرات پاشدان بند او د فراه بخش‌ آباد بند لومړی فاز بشپړ شوي دي.»

ده زیاته کړه: «په ۱۸ ولایتونو کې ۱۵۰ چکډیمونه جوړ شوي چې ۷،۳۰۹ هکټاره ځمکه یې خړوبه کړې او شاوخوا ۳۵۴ کسان ترې ګټه‌من شوي دي.»

د اوبو له نړیوالې اوونۍ سره هم‌ مهاله، د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې نړۍ به تر ۲۰۳۰ کال پورې د خوږو اوبو له ۴۰ سلنه کمښت سره مخ شي.

د اوبو د اوسني مصرف او ناسم مدیریت د دوام په صورت کې به د نړیوال اوبو بحران د رامنځته کېدو خطر په جدي توګه زیات شي.

د اوبو نړیواله اوونۍ هر کال د عامه پوهاوي لوړولو، د اوبو د دوامدار مدیریت د ترویج او د اوبو د ستونزو لپاره د نویو حل‌لارو د موندلو په موخه ترسره کېږي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button