د ایسلنډ لخوا افغانستان ته ۴۰۲ زره ډالره بشري مرسته
سلمااحمدزی- د ایسلنډ هېواد ۵۰ میلیونه ایسلنډي کرون (چې د ۴۰۲ زره امریکايي ډالرو په اندازه کېږي) بشري مرسته افغانستان ته کړې ده. دا خبر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) اعلان کړی دی. یادې ادارې زیاته کړې چې په ګډه سره موږ کولای شو د اړمنو خلکو ژوند وژغورو او د هغوی د کړاوونو په کمولو کې مرسته وکړو.

د اقتصادي چارو کارپوه رحيم الله مرجان: هغه مرستې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا افغانستان سره کېږي، نشي کولی د افغانستان د خلکو ستونزې کمې کړي.
دا مرستې خیریه موسسو ته ورکول کېږي چې ډېری کارکوونکي یې بهرنیان دي او دا پیسې د دغو کارکوونکو معاشونو ته ورکول کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمدعیسی مبارز: هغه مرستې چې له افغانستان سره شوي دي، موږ کولای شو په بېلابېلو برخو کې وکاروو؛ لکه د سړکونو جوړول، د منابعو استخراج، تولید او خلکو ته د کار د زمینې برابرول.
که دا مرستې په دغو برخو کې وکارول شي، نو موږ کولای شو خپل اقتصاد پیاوړی کړو.
دا منابع باید په منظمه توګه تشخیص او بسته بندي شي، د انکشاف لپاره غوره سرچینه د بهرنیانو مرسته ده.
عبدالرحمن حبیب، د اقتصاد وزارت ویاند، وویل: «د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د بیړنیو او مستو مرستو ترڅنګ، د کورني اقتصاد ملاتړ، د کار فرصتونو رامنځته کول، حرفوي زده کړې، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ او په پراختیايي پروژو کې ونډه اخیستنه کولای شي موجودې ستونزې یو څه کمې کړي.»
نوموړي زیاته کړه: «د عامه هوساینې فرصتونو رامنځته کول او دوامدار اقتصادي پرمختګ یوازنۍ لاره په هېواد کې د شته اقتصادي ظرفیتونو او کورنیو عایداتي سرچینو باندې تکیه کول دي.
چې د عامه او خصوصي پانګونو له لارې د اقتصادي برنامو او زیربنايي پروژو په پلي کېدلو سره کولای شو په لنډمهاله او اوږد مهاله اقتصادي ودې او بساینې ته ورسیږو.»
هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې د هېواد د اساسي، اقتصادي او ټولنیزو کرښو د ټاکلو لپاره افغانستان پراختیايي تګلاره جوړه شوې ده.
په دغه تګلاره کې د ملي اقتصاد په ټولو برخو کې ودې ته رسېدل، د قوي او ملي زیرمو اغېزمن او دوامداره مدیریت، زیربناوو پراختیا، سیمه ییز اتصال، له خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ، کرنه، صنعت، سوداګرۍ پراختیا، د کار موندنې فرصتونو برابرول، بېوزلي کمول او له سیمې او نړۍ سره د ښو او اغېزمنو اړیکو پراخوالی له اساسي او مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.»
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ډېری خلک بېکاره دي او کاري فرصتونه کم شوي دي، دغه مرسته کولای شي چې افغانانو ته ګټوره ثابته شي.
که څه هم د ایسلنډ ۴۰۲ زره ډالره مرسته یو مثبت بشري اقدام دی، خو کارپوهان پدې باور دي چې د افغانستان د اساسي ستونزو د حل لپاره له مصرفي مرستو څخه توليدي پانګونو او د کورني اقتصاد ملاتړ، د کار زمینې برابرول او زیربنايي پروژو ته اړتیا ده.
د اقتصاد وزارت هم ټینګار کړی چې یوازینۍ لاره د کورنیو ظرفیتونو باندې تکیه او د پراختیايي تګلارو پلي کول دي.
پای




