د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر څرګندونې؛ د سوداګریزو لارو تړل د پاکستان دوه ګونی سیاست وبلل شو
سلمااحمدزی- د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر په یوې تازه څرګندونه کې د پاکستان له لوري د افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د دغه هېواد د «دوه ګوني سیاست» پایله وبلله او ویې ویل چې پاکستان له هند سره سوداګري کوي، خو له افغانستان سره یې ټولې لارې تړلې دي.

نوموړي د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. په همدې حال کې سیاسي شنونکي د دې څرګندونو په اړه بېلابېل لیدلوري لري.
شفیع جان، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر، په یوې رسنیزې غونډه کې د پاکستان له لوري د افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د دغه هېواد «دوه ګونی سیاست» وبلل.
نوموړي زیاته کړه: «پاکستان له هند سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرانیستي، خو له افغانستان سره یې ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي. دا کار د یوې باثباته ګاونډیۍ په وړاندې منطقي نه دی.»
د اطلاعاتو وزیر د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان په عملیاتو هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: «دا عملیات د مرکزي حکومت پرېکړه ده او موږ (د خیبر پښتونخوا حکومت) ورسره تړاو نه لرو.»
محمد زلمي افغانیار پوپل، د سیاسي چارو شنونکی: نوموړی د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر څرګندونې «رښتینې» وبللې او ویې ویل: «پاکستان د سیاسي، ستراتیژیکو او استخباراتي ګټو لپاره له افغانستان سره جګړه کوي او غواړي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ګډوډ شي.
هیله ده چې پاکستان دې پایلې ته رسیدلی وي چې افغانستان کولی شي د اقتصادي ثبات له لارې په نړیوال امنیت کې ښه رول ولوبوي.
کله چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، پاکستان هم زیانمن کیږي، خو له بلې خوا پاکستان له افغانستان څخه هم ډېر زیان لیدلی دی.»
روح الله هوتک، د سیاسي چارو شنونکی: نوموړي د پاکستان د موخو په اړه داسې وویل: «پاکستان له اسلامی امارت څخه هیله درلوده چې ملاتړ به یې کوي او هرې غوښتنې به یې پوره کوي، او افغانستان به د پاکستان د اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره د اړینې وسیلې په توګه وکاروي.
خو اسلامي امارت د افغانستان د ملي ګټو ته ژمن پاتې شو او د TTP مسئله یې د پاکستان داخلي ستونزه وبلله، چې پاکستان بیا تورونو ته مخه کړه.»
هوتک زیاته کړه: «پاکستان موخه لري چې اسلامي امارت کمزوری او تابع کړي، ترڅو د لویدیځ په لور خپل کنټرول وساتي او افغانستان د خپلو ګټو لپاره وکاروي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پاکستان د افغانستان سره ټرانزیټي لارې تړلې دي، چې له امله یې دواړه هېوادونه اقتصادي زیانونه لیدلي دي.
شنونکي په دې باور دي چې دغه کړکیچ، په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري پر افغانستان د بریدونو پړه اچول، کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلې کړي.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات هم زیات کړي او په خپله خاوره کې د بریدونو مسئولیت یې پر افغانستان اچولی، چې د کابل له لوري رد شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ټرانزیټي لارو تړل افغانستان ته دومره زیانمنونکي وو، څومره چې پاکستان ته یې زیان رسولی دی.
افغانستان د وارداتو او صادراتو لپاره په ډېره کچه د پاکستان د بندرونو او لارو پورې تړلی دی، او د دغو لارو تړل د اقتصادي رکود، د توکو د بیو لوړېدو او د سوداګرۍ په کمښت کې مهم رول لوبولی دی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر د پاکستان سیاست «دوه ګونی» وبلله او د افغان کډوالو پر ضد عملیات یې د مرکزي حکومت کړنه وبلله، چې د دوی اداره ورسره تړاو نه لري.
یو شمېر شنونکي دا څرګندونې د پاکستان د تېرو سیاستونو یوه رښتینې انځورګري بولي، او نور بیا پر دې باور دي چې پاکستان له اسلامي امارت څخه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره «تابعیت» غواړي او اوس یې د دې ناکامۍ له امله فشارونه زیات کړي دي.
د سوداګریزو لارو تړل او دوه اړخیز تورونه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له ننګونو سره مخ کړي او که یوې دواړه خواوې د خبرو او باور جوړونې لارې ونه مومي، نو دا ترینګلتیا به لا پسې زیاته شي.
پای




