په دوحه کې د امریکا او ایران غیرمستقیمې خبرې پای ته ورسېدې؛ قطر مثبت پرمختګ تایید کړ
سلمااحمدزی- د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو تخنیکي خبرو لړۍ پای ته رسېدلې ده. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، دغه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک په تړاو ترسره شوې او قطر اعلان کړی چې په دې خبرو کې مثبت پرمختګ شوی دی.

سیاسي شنونکي بیا باور لري چې یادې خبرې د امریکا د ټاکنو په موخه ترسره شوې دي څو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځان د سولې غوښتونکي په توګه وښيي.
سیاسي مبصر ولی فروزان ویژه روز ته ویلي: «امریکا غواړي وخت واخلي، ځکه په خلیج کې هوا ډېره ګرمه ده او دوی نشي کولی تنګي هرمز ته داخل شي.
بله مهمه موضوع د امریکا پارلماني ټاکنې دي چې د ټرمپ برخلیک هلته روښانه کېږي.
امکان لري چې ټرمپ بندي شي او نتنیاهو هم له استیضاح سره مخ شي.
دواړه مشران د خپلو خلکو د ذهنیت مطابق خبرې کوي، خو په حقیقت کې یو ګډ مدیریت د پاکستان له لوري روان دی.
دا ټول د لوی جنګ لپاره یو سازش دی چې د هوا له سړېدو سره به نظامي جګړه پیل شي.»
سیاسي شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې اړه ویلي: «د ۶۰ ورځني هوکړې پر بنسټ دواړه هېوادونه ژمن پاتې نشول او یو بل یې د هوکړې په ماتولو تورن کړل.
اټکل شوی و چې مستقیمې خبرې په دوحه کې ترسره شي، خو د قطر او پاکستان په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې وشوې.
د قطر چارواکو ویلي چې دغه خبرې پرمختګ لرلې او امکان شته چې د آیت الله خامنه يي د جنازی وروسته د دواړو هېوادونو پلاوي بیا قطر ته ستانه شي او مستقیمې خبرې ترسره شي.»
روح الله هوتک، بل سیاسي مبصر، ویلي: «مهمه لاسته راوړنه د ایران ده، ځکه دوی د قطر ناستې تحریم کړې وې.
امریکا درې میلیارده ډالر د ایران آزاد کړل، خو که ایران ګډون کړی وای، شپږ میلیارده ډالر به یې آزاد شوي وای.
عربستان له امریکا سره د پوځي اډو د دوام په اړه هوکړه ونه کړه او امریکایان له قطره وتل پیل کړي دي.
د بریتانیا B52 الوتکې هم انتقال شوې دي. که امریکا په جګړه کې مهمه لاسته راوړنه ونه لري، په خبرو کې به یې هم ونه لري.»
د راپور له مخې، تهران ویلي چې له واشنګټن سره به د «اړیکو چینل» جوړ شي څو د تفاهم لیک د سرغړونو راپور ورکړي او پرې بحث وشي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دوحې غیرمستقیمې خبرې «ډېرې ښې» بللې دي.
پای




