د واخان پروژه: د کلیو د بیارغونې وزیر او د چین سفیر لیدنه
سلمااحمدزی- د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر، ملا عبدالطیف منصور، په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ښاغلي ژاو شینګ ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به لویې پراختیايي او بنسټیزې پروژې په ښه کیفیت پلي کړي، او په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت سره په بشپړه همغږۍ بېلابېلې پروژې پلې کړي.
په ورته وخت کې اقتصادي شنونکي د دې ډول پروژو هرکلی کوي.
رحیم الله مرجان، د اقتصادي چارو شنونکی، وايي: «واخان په اصل کې د افغانستان لپاره حیاتي، مهم او بنسټیز رول لري.
ځکه چې افغانستان له چین سره مستقیم نښتی دی.
چین د نړۍ تجارتي مرکز دی، نو له چین سره د افغانستان مستقیم اړیکې کولای شي چې افغانستان هم پر خپلو پښو ودرولو، او د چین لپاره هم یو ځانګړی ګام دی.»
عبدالجبار صافي، بل اقتصادي شنونکی، وايي: «موږ د آسیا په زړه کې موقعیت لرو.
د پاکستان سره زموږ تجارت صفر ته رسېدلی دی. د حیرتان او بندر عباس بندرونه تړلي دي.
د واخان پروژه زموږ لپاره په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې ډېره مهمه ده.
له چین سره د افغانستان نښلېدل په وارداتو او صادراتو کې ډېر ګټور ثابتېږي، او دا نه یوازې پر افغانستان، بلکې پر ټوله سیمه مثبت بدلون راولی شي.»
محمد عیسی مبارز، بل اقتصادي شنونکی، وايي: «د واخان پروژې له لارې موږ کولای شو، چې خپل ټول صادرات او واردات ترسره کړو.
هغه صادرات او واردات چې اوس له درېیم یا څلورم هېواده ترسره کېږي.
ډېری وخت موږ له نورو هېوادونو مالونه د کراچۍ له بندر، د ایران د چابهار له بندر، یا د بندر عباس له بندر څخه واردوو، چې له ځینو ستونزو سره مخ کېږي.
د دغو ستونزو د حل لپاره، موږ باید د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره لارې پرانیزو.
د واخان له لارې به موږ وکولای شو، چې ماشینونه او تولیدي توکي وارد کړو، خپلو تولیداتو ته وده ورکړو، او دا به د افغانستان په اقتصاد باندې ډېر مثبت اغېز ولري.»
په پای کې ملا عبداللطیف منصور زیاته کړه، چې: «افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکې له لارې نښتی دی، او له هر پلوه راکړه ورکړه لري.
خو چین یوازینی هېواد دی، چې تر دې دمه ورسره د ځمکې له لارې نه وو نښتی.
له نیکه مرغه د واخان د سړک خامې چارې بشپړې شوي، او له چین سره نښتی دی، پاتې چارې يې روانې دي.»
پای




