په اسلام آباد کې د امریکا او ایران مذاکرات بېپایلې پای ته ورسېدل
سلما احمدزی- په پاکستان کې د ایران او امریکا مذاکرات په داسې حال کې بې پایلې پای ته ورسېدل چې ایران د امریکا شرطونو ته غاړه کېنښوه. د ایران پخواني چارواکي بیا وايي چې امریکا باید د خپلو شرطونو منل په نورو هېوادونو لاس واخلي. په پایله کې دغه مذاکرات بېپایلې پای ته ورسېدل.

د امریکا د ولسمشر مرستیال «جي ډي وېنس» واشنګټن ته تر ستنېدو وروسته ویلي چې تهران د امریکا شرایط ندي منلي.
نوموړي زیاته کړه چې امریکايي لوري خپل شرایط په روښانه ډول وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې امریکا نه غواړي ایران اټومي وسله ولري، خو د ده په خبره، ایراني لوري دغه شرایط ونه منل.
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد جواد ظریف، د امریکا د ولسمشر د مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي چې واشنګټن باید پر نورو هېوادونو د خپلو شرطونو د منلو له پالیسۍ لاس واخلي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې دواړو لوریو پر ځینو مسائلو هوکړې ته ورسېدل، خو په دوو یا دریو اصلي مسائلو کې یې اختلاف نظر درلود، ځکه په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدلې.
نوموړي په ټینګار سره وویل چې له ایران سره ډیپلوماسي هیڅکله د یو اړخیزو شرطونو پر بنسټ پایله نه ورکوي.
هغه زیاته کړه چې امریکا باید دا حقیقت ومني چې پر تهران په زوره خپل شرطونه نه شي منلای.
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمي افغانیار پوپل وايي: «د ټولو تقابلونو لپاره د مذاکراتو له لارې حل موندل کېدلی شي.
دا چې د امریکایانو او ایرانیانو ترمنځ تقابل د پاکستان په کوربه توب پیل شوی و، له مخکې نه اټکل کېده چې بې پایلې به پای ته ورسېږي، ځکه چې کوربه هېواد باید بېطرفه وي.
خو پاکستانیان له اقتصادي، سیاسي او استخباراتي پلوه په امریکا پورې تړلي دي.
موږ هیله لرو چې هغه هېوادونه چې امریکا پورې تړلي نه دي، د ایران او امریکا د مذاکراتو کوربه شي.»
بلخوا د نړیوالو چارو شنونکې برنا صالحي ویژه روز ته وايي: «د امریکا او ایران مذاکرات د پاکستان په کوربه توب بې نتیجې پای ته ورسېدل.
او دا بې پایلې کېدل نه یوازې د دواړو خواوو لپاره ښه نه ده، بلکې د ټولې سیمې امنیت او نړیوال تجارت چې د هرمز تنګي پورې اړه لري، ته هم زیان رسوي.»
نوموړې زیاتوي: «د هرمز سیمې امنیت به د امریکا او اسراییل له خوا په راتلونکې کې د احتمالي بریدونو له امله خراب شي، چې ښايي د ایران پر پوځي او بنسټیزو تاسیساتو ترسره شي.
ګواکي چې امریکا به په مستقیم ډول برید ونه کړي، خو د اسراییل د هوايي بریدونو ملاتړ وکړي.
له بلې خوا، امریکا به پر ایران بندیزونه ولګوي، او ایران به هم خپلې دفاعي وړتیاوې، توغندي او نیابتي ځواکونه د امریکا او اسراییل د ګټو پر وړاندې لا پیاوړي کړي.»
برنا صالحي دې ته په اشاره وویل: «د مذاکراتو بې نتیجه پای ته رسېدل دا معنی نه لري چې خبرې به په اسلام آباد یا بل ځای کې بیا پیل نه شي، یا دا چې منځګړیتوب به ونه شي.
زموږ په نظر، امکان لري چې په راتلونکې کې بیا مخامخ خبرې د همدغو ځایونو لکه اسلامآباد یا بل هېواد کې ترسره شي، ترڅو تاوتریخوالی کم شي.
په راتلونکې کې د دواړو خواوو ترمنځ د توافق احتمال شته، خو دا ډېر قوي او سل په سلو کې یقیني نه دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د خبرو هڅې روانې وې، چې له ایراني پلاوي سره له ۲۱ ساعتونو خبرو وروسته بې پایلې پای ته ورسېدې.
پایان




