د واده لپاره د سرو زرو پېر؛ ارزښتناکه دود که اقتصادي خنډ؟
فرشته حمیدي – په داسې حال کې چې د سرو زرو پېر د ډېرو کورنیو له خوا د واده پر مهال یو دودیز ارزښت او مالي تضمین ګڼل کېږي، یو شمېر د کابل اوسېدونکي وایي چې دا دود په ځینو مواردو کې د ځوانانو د واده پر وړاندې یو جدي خنډ ګرځېدلی دی.

د خلکو په باور، د سرو زرو پېر کله ناکله د ناوې له کورنۍ څخه په جبري ډول مطرح کېږي، چې دا کار د زوم کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ کوي.
ملکه محمدي، چې یو کال مخکې واده کړی، وایي: «زموږ په قوم کې د سرو زرو د پېر دود شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو پورې دی، خو زما مېړه یوازې ۳۰ زره افغانیو سرو زرو پېر وکړ. که د زوم کورنۍ مالي توان ولري، سرو زرو پېر یو سرمایه ده؛ خو فشار واردول مناسب نه دي.»
لیلا احمدي، یوه تازه ناوې، هم له دې دود سره مخالفت لري: «واده باید د محبت او تفاهم پر بنسټ وي، نه د سرو زرو د جبري پېر پر اساس. ډېر ځوانان د لوړو لګښتونو د ورکړې توان نه لري.»
لطیف انصاري، بل کابل مېشتی، دا دود ناسم بولي:
«د زوم کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. که سرو زرو لږ هم واخیستل شي، بیا هم د زوم کورنۍ لپاره یو سرمایه ده.»
یو شمېر دیني علما هم د واده د لګښتونو د کمولو غوښتنه کوي.
مولوي شاه محمد وایي: «که مهر ټاکل شوی وي او د ناوې کورنۍ اضافي لګښتونه لکه سرو زرو وغواړي چې د زوم له توان پورته وي، دا کار مناسب نه دی او بې عدالتي ګڼل کېږي.»
د سرو زرو د بیو لوړوالي او اقتصادي فشار له امله، دا دود اوس د ځینو لپاره یو چالش ګرځېدلی. په ټولنه کې د واده د مراسمو د ساده سازۍ او د لګښتونو د کمولو بحثونه روان دي؛ یو اقدام چې کولای شي د وادهونو شمېر لوړ او د طلاقونو کچه راټیټه کړي.
پای




