د لوی اختر په رارسیدو سره د خلکو تیاری؛ د خراب اقتصادي وضعیت له امله پیر او پلور کم شوی
سلمااحمدزی- د لوی اختر په رارسیدو سره، که څه هم خلک د دې جشن لپاره دودیزې تیاري نیسي، خو سږ کال د خراب اقتصادي وضعیت له امله پیر او پلور د پخوا په پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د کابل ښار اوسیدونکي او پلورونکي وايي، د تیر کال په پرتله د وچو میوو بیې لوړې شوي او د خلکو قوت خرید کم شوی دی.
حاحي نور، د کابل ښار میوه پلورونکی، ویژه روز ته وویل: «د تیر کال په پرتله سږ کال د میوو بیې لوړې دي او زموږ پلور کم شوی دی.
د کاجو او پستې بیې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له امله لوړې شوي. د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، پیر او پلور ډیر نه دی.»
نورالله، د کابل ښار بل پلورونکی، وايي: «د کوچني اختر په پرتله د وچو میوو په قیمت کې ځانګړی توپیر نه دی راغلی، خو د تیر کال په پرتله خلک دومره پیر نه کوي، ځکه چې اقتصادي ستونزي لري.»
د کابل ښار یو اوسیدونکی وویل: «پخوا به پلور ډیر ښه وو. کله چې اختر ته درې یا څلور ورځې پاتې وې، نو لارې به بندې وې او بیروبار به ډیر وو. خو اوس د پخوا په پرتله پیر او پلور کم شوی دی، ځکه چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی.»
سحر محمدي، د کابل ښار بله اوسیدونکې، ویژه روز ته وویل: «د لوی اختر لپاره د خلکو تیاري د هغوی د اقتصادي وضعیت پورې توپیر لري.
خلک د خپل کلتور له مخې، که څه لږ وي یا ډیر، خو د خپل وس مطابق تیاري نیسي.
د جامو خریداري، د کور صفاکاري، د قربانۍ لپاره څاروي، وچې میوې او د خپلوانو کره تګ راتګ هغه پروګرامونه دي چې موږ یې په پام کې نیولي دي.»
لوی اختر په داسې حال کې لمانځل کیږي چې له یوې خوا ډیری خلک دودیزې تیاري نیسي، خو له بلې خوا ډیری پلورونکي د خراب اقتصادي وضعیت له امله د پیر او پلور د کمښت شکایت کوي.
خلک هیله لري چې په راتلونکي کې به د دوی اقتصادي وضعیت ښه شي.
پای




