خبرونه
د BM21 راکټونو یوه لویه زیرمه د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ کې وموندل شوه
د افغانستان ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ۲۱۳ مرکزي قول اردو ځواکونو لخوا د یوې ځانګړې عملیات په ترڅ کې، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د BM21 راکټونو یوه لویه زیرمه کشف او ضبط شوې ده.

د ۲۱۳ مرکزي قول اردو د راپور له مخې، دغه عملیات د درېیمې پلي کندک د سرتېرو او استخباراتي واحدونو لخوا ترسره شو، چې په پایله کې یې د BM21 راکټونو یوه ستره ذخیره ترلاسه شوه.
پوځي چارواکو ویلي، دا کشف د سیمې د امنیت د ټینګښت او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام دی، چې د ولسي وګړو او دولتي تأسیساتو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري.
د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د هېواد امنیتي ځواکونه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو غیرقانوني وسلوالې زیرمې وپیژني او له منځه یې یوسي.
پای.




