د ملاریا د پېښو د زیاتوالي په اړه راپور
سلمااحمدزی- د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د فبروري په پرتله د مارچ په میاشت کې د ملاریا د ناروغۍ پېښې ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي. که څه هم په راپور کې نه دي ویلي شوي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې ډېرې پېښې ثبت شوي. ملاریا یوه ساري ناروغي ده چې د انوفیل ښځينه میاشې د چیچلو له لارې له اخته کس څخه روغ کس ته لېږدول کېږي، او تر ډېره ماشومان او امېندواره مېرمنې اغېزمنوي.

۲۵ کلنه حمیرا، د کابل ولایت اوسېدونکې، وايي: «ما تبه او لرزه درلوده، ځان پوه نه شوم، فکر مې کاوه چې د سړو وجه به وي، خو کله چې وضعیت مې خراب شو، نو ډاکټر ته لاړمه، زما وينه يې معاینه کړه، معلومه شوه چې ملاریا ده. وروسته له هغه، تداوی مې د ډاکټر په مطابق وکړ او ښه شومه.»
ډاکټر نورالله احمدزي ویژه روز ته وايي: «په ملاریا اخته کس تبه، لرزه، سردرد، خوله، زړه بدوالی او ستړیا لري. که ناروغ ته اختلالات منځ ته راشي، ملاریا خطرناکه کېږي او ناروغ کوما ته وړي، بالاخره ناروغ مړ کېږي.
ملاریا عموماً په هغو ماشومانو کې ډېره وي چې د وجود معافیت يې کم وي.
د ملاریا پېښې د جون تر نومبر مياشتو پورې ډېرې وي. ملاریا په لغمان، کنړ، ننګرهار، نورستان، خوست او پکتیا چې ختيځې سیمې دي، ډېره وي.»
ډاکټر نوید لایق معصومي وايي: «دقیق تشخیص يې په لابراتوار کې د څو مهمو ازموینو په تېرېدو سره ترسره کېږي:
۱. مايکروسکوپي معاینه
۲. RDT
۳. PCR
د ملاریا د مخنیوي لپاره، د لوړ خطر لرونکو سیمو سروې او پېژندنه، په کړکیو کې د جالۍ نیول، پشه خاني، د سیمو پاکول، د نسل اخیستنې ځایونو له منځه وړل، ژر تشخیص، درملنه او تر ټولو مهم، عامه پوهاوی باید ترسره شي.»
ډاکټر شرافت زمان وايي: «وزارت هڅه دا ده چې هغه ناروغۍ چې د وقايي عملي کولو سره يې مخه نیولی شو، لکه ملاریا او نورو ناقل ناروغیو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
تېر کال يې د ملاریا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره دوه میلیونه پشه خاني په ختيځ او هغو سیمو کې چې د ملاریا پېښې ثبت شوې وې، وېشلې دي.
سږ کال مو پلان همدا دی چې موږ وکولی شو په ختيځ حوزه کې کور په کور پشه خاني ووېشو.
د دې تر څنګ هغه کډوال چې بیرته افغانستان ته راځي، دوی ته هم پشه خاني ورکړو، ترڅو دوی د ملاریا او نورو ناقل ناروغیو څخه وژغورل شي.
په ختيځ حوزه کې د ډینګي یو شمېر پېښې ثبت شوي، چې د مخنیوي لپاره يې هڅې کوو.
یو څه چې ډېر مهم دي، هغه دا چې موږ احتیاطي او وقايي تدابیر عملي کړو.
د دوا شيندلو یو شمېر فعالیتونه په هغو ځایونو کې چې هلته د پېښو ګراف لوړ وي، ترسره کوو.»
نوموړي زیاته کړه: «له نېکمرغۍ، د ۲۰۲۴ کال په نسبت په ۲۰۲۵ کال کې له موږ سره نږدې ۱۴.۶٪ پېښې را کمې شوې وې.
دا هم د فعالیتونو په نتیجه کې و، ځکه چې نسبت پخوا تدابیر ډېر زیات عملي شوي وو. خلکو ته د پشه خاني وېشل شوې وې او دوا شيندنه هم شوې وه.
نو په دې کې زموږ هڅه همدا ده چې وکولی شو د وقايي تدابیرو په عملي کولو او عامه پوهاوي په ترسره کولو سره د پېښو څخه مخنیوی وکړو.
د پخوا په پرتله زموږ خدمات پراخه شوي. په ۳۴ ولایتونو کې خدمات جریان لري. البته په هغو سیمو کې چې هلته لا هم پېښې لوړې دي او یا هم ګرمې سیمې دي، زموږ تمرکز ډېر دی او په هغو ځایونو کې مو فعالیتونه ډېر کړي دي.
د دې لپاره چې د ملاریا له ناروغۍ ښه مخنیوی وشي، د ولسونو څخه مو غوښتنه دا ده چې د کومو وقايي تدابیرو اړوند زموږ د عامه پوهاوي ټیمونو له لوري معلومات ورسره شریک شي، باید هغه عملي کړي.
همدارنګه کومې پشه خاني او دوا ورکول کېږي د شيندلو لپاره، باید له دغو پشه خانو څخه ګټه واخلي، ځکه دوی او د دوی ماشومان د همدې پشه خانو په واسطه له دغې ناروغۍ ژغورل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملاریا پېښې ډېرې شوي دي. ډاکټران وايي چې په دغه برخه کې باید عامه پوهاوی وشي، ترڅو خلک له دغو ناروغیو څخه په امان کې پاتې شي.
پای




