د ازبکستان د نړیوال ترانسپورت او لوژستیک نندارتون کې د ټولګتو وزارت د پلاوي ګډون
مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د ټولګتو وزارت د اورګاډي معین، د اسلامي امارت له خوا د یو رسمي پلاوي په مشرۍ، د ترانسپورت او لوژستیک په نړیوال فورم او نندارتون کې ګډون وکړ، چې د روان میلادي کال د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې نېټې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شو.

په دې ناسته کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مسؤلین، په ځانګړي ډول د اورګاډي صنعت اړوند شرکتونو استازي، ګډون درلود.
د نندارتون په جریان کې، بېلابېل پروژې، لاسته راوړنې او نوې تکنالوژۍ د ترانسپورت او لوژستیک په برخه کې معرفي او نندارې ته وړاندې شوې.
د دې نندارتون په څنډه کې، د ټولګتو وزارت معین د امارات متحده عربي د اورګاډي ادارې له پلاوي، د قزاقستان د اورګاډي له مرستیال، د ازبکستان د اورګاډي له رئیس او لومړي مرستیال، او د «افغان–ترانس» پروژې له ګډونوالو هېوادونو له استازو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې.
د ټولګتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو لیدنو کې پر مهمو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول، چې مهم ټکي یې دا دي:
– د هرات–کندهار د اورګاډي پروژه عملي پړاو ته داخلول؛
– د افغانستان له چین او برعکس له قزاقستان څخه د سوداګریزو مالونو د ترانزیت لګښتونو کمول؛
– د «افغان–ترانس» پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو پیل؛
– د ازبکستان له لارې د مالونو انتقال لپاره نورې اسانتیاوې او تخفیفونه؛
– افغان سوداګرو ته د لا ښه خدمتونو برابرول.
یادونه باید وشي، چې په دغو لیدنو کې دواړو خواوو د دوهاړخیزو او څواړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د اورګاډي له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
پای.




