خبرونه

له نړیوالو څخه د افغانستان د مرستې غوښتنه؛ د طبیعي پېښو نویو څپو سره د مبارزې لپاره غږ

سلمااحمدزی- افغانستان د نویو طبیعي پدیدو په مهارولو کې له نړیوالې ټولنې څخه جدي مرستې غواړي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس وايي، چې افغانستان اوس مهال د "ایلینو" په نوم د طبیعي پېښو له یوې نوې پدیدې سره مخ دی او له نړیوالو غواړي چې د دې پدیدې د مهارولو لپاره لاسنیوی وکړي.

د طبیعي پېښو ملي ادارې رییس: د ایلینو نوې پدیده په درې ولایتونو کې لیدل شوې.

ملا نورالدین ترابي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس، وویل چې د “ایلینو” په نوم نوې طبیعي پدیده د نورستان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې لیدل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «تر هرڅه وړاندې د داسې پېښو سره د چمتووالي لپاره وقایه مهمه ده، او باید نړیواله ټولنه په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.»

کارپوهان: افغانستان په شنه صندوق کې ونډه لري او باید خپل حق ترلاسه کړي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه، سید محمد سلیمانخېل، ویژه‌ روز ته وویل: «د طبیعي پېښو ډېرېدل په افغانستان کې د دې معنی لري چې دا طبیعي نه دي، بلکې اقلیمي پېښې دي چې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

له خواشینۍ سره چې افغانستان خلک ځاني او مالي تاوانونه ورکوي.

په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي پېښو په رامنځته کېدو کې هېڅ ونډه نلري او یو ځپل شوی هېواد دی.»

نوموړي زیاته کړه: «نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره سیاسي چلند ونه کړي او مالي زیرمې دې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو افغانستان وکولای شي د اقلیمي پېښو په وړاندې مبارزه وکړي.

دا به په نړیواله کچه د اقلیمي عدالت تامین او په افغانستان کې د خلکو د زیانمنېدونکي حالت څخه د راویستلو لامل شي.

که دا کار ونه شي، افغانستان به له بشري ناورین سره مخ شي.»

همت شیرزي، بل کارپوه د چاپېریال ساتنې برخې، وویل: «د طبیعي پېښو د کمښت لپاره دوه برخې شته: ساختماني برخه او غیر ساختماني برخه.

د ساختماني برخې له مخې باید استنادي دیوالونه ووهل شي، ونې وکرل شي، د غر خویدنې میلان کم شي، او د وچکالۍ لپاره چک ډیمونه او بندونه جوړ شي.»

نوموړي زیاته کړه: «افغانستان د شین صندوق غړیتوب لري.

هغه هېوادونه چې زیان لیدلی، له دغه صندوق څخه برخمن کېږي. متخصصین باید خپلې ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي. خو متاسفانه نړیوال له افغانستان سره په سیاسي نظر ګوري او د COP30 په غونډه کې یې د افغانستان ګډون نه مني.»

شیرزي زیاته کړه: «افغانستان پرته له نړیوالو مرستو نه شي کولی چې طبیعي پېښې مدیریت کړي، ځکه افغانستان په فزیکي توګه نشي کولی ټول طبیعي پېښې مهار کړي.

عامه پوهاوی کم دی، هغو سیمو کې کورونه جوړېږي چې سیلابونه راځي، بزګران په قدیمي سیستم اوبه لګوي، او د مالدارۍ په برخه کې که یو ناروغي راشي، نو نشو کولی چې مخنیوی یې وکړو.

موږ د دې ټولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو او حق لرو چې له نړیوالو صندوقونو څخه یې ترلاسه کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په نورستان او ځينو نورو ولایتونو کې د سیلابونو، سختو بارانونو او طوفانونو له امله ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو شدت او پرله‌ پسې والی د خلکو اندېښنه لا زیاته کړې او د هغوی له نړیوالې ټولنې څخه د جدي مرستو غوښتنه کړې ده.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button