د روسیې او اوکراین د جګړې نړیوال اغیزې
سلمااحمدزی- د روسیې او اوکراین جګړه، چې نږدې څلور کاله دوام لري، نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې ټول نړیوال نظام په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دا جګړه د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالیو یوه څرګنده بېلګه ګڼل کېږي، او اقتصادي پایلې یې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې احساس شوې دي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالواسع قانع په دې باور دی، چې د روسیې او اوکراین جګړې په نړیوال اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
ښاغلي قانع وویل: “روسیه د نفتو او ګازو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی، چې په نړیوالو بازارونو کې مهم رول لري.
تر هغه چې د روسیې پر تیلو او ګازو بندیزونه دوام ولري، نړیوال بازار به د دې توکو د برابرولو لپاره له ایران، عربستان او نورو هېوادونو سره اړیکه ولري.
اوسمهال ایران هم په خپل بازار کې له ستونزو سره مخ دی، او پایله یې دا ده چې د نفتو او ګازو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي.”
نوموړي زیاته کړه، چې اوکراین د غنمو او حبوباتو په تولید او صادراتو کې یو مهم هېواد و، خو د جګړې له امله یې صادرات له خنډونو سره مخ شوي، چې د غنمو بیې یې لوړې کړي دي.
دا وضعیت په اروپا او آسیا کې سوداګرۍ او اقتصاد ته زیان رسولی، اقتصادي وده یې راکمه کړې، او د ترانزیټي لارو په تګ راتګ کې یې ستونزې رامنځته کړې، ځکه چې ډېری مهمې لارې د دغو هېوادونو څخه تېرېږي.
د سیاسي چارو بل کارپوه عزیز معارج په دې نظر دی، چې جګړې ته باید د نړیوالو قدرتونو د ګټو له زاویې وکتل شي.
هغه وايي: “په هر هېواد کې چې جګړه وشي، لوی قدرتونه یې د خپلو ګټو لپاره پرمخ وړي.
لویدیځ غوښتل چې روسیه په اوکراین کې بوخته وساتي، خو کله چې جګړه پیل شوه، روسیې ولیدل چې دا جګړه کولی شي د لویدیځ سرچینې مصرف کړي، او لویدیځ نه شي کولی چې د اوکراین په مرسته روسیه ماته کړي.
روسیه کولی شي اوکراین په ۲۴ ساعتونو کې له منځه یوسي، خو غواړي چې لویدیځ په اوږدمهاله جګړه کې بوخت وساتي.”
معارج ټینګار کوي، چې د جګړې دوام او ختمول د لویو قدرتونو د ګټو سره تړاو لري، او کله به چې د دوی ګټې په کې حل شي، نو جګړه به پای ته ورسېږي.
د روسیې او اوکراین جګړه تر اوسه پورې له کوم اوربند یا هوکړې پرته دوام لري، او داسې ښکاري چې تر هغه چې د نړیوالو قدرتونو ستراتیژیکې ګټې په کې نه وي حل شوې، دا جګړه به دوام ومومي.
اقتصادي بحران، د انرژۍ کړکېچ، او د خوړو نړیوال ناورین د دې جګړې له امله رامنځته شوي، چې په راتلونکي کې به یې اغیزې لا ژورې شي، که ژر دې ته حل لارې ونه موندل شي.
پای



