پاکستان که یو ګام وړاندې کوي، افغانستان دوه ګام وړاندې کوي
سلمااحمدزی- د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیې له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره کتلي دي.

نوموړي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم په وروستیو راکټي بریدونو کې د اوښتو ځاني زیانونو په اړه د تسلیت خبره وکړه او ویې ویل: تاوتریخوالی باید ختم شي او په باور جوړونې باندې لا زیات کار وشي.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د بریتانیې ځانګړي استازي له تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د ده له هڅو څخه مننه وکړه او د کنړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د پوهنتون او استوګنیزو کورونو پر وړاندې د پاکستاني پوځيانو وروستي بریدونه یې وغندل.
ملا عبدالواسع زیاته کړه: د ملکي خلکو په تېره د ښځو، ماشومانو او استوګنیزو کورونو په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري.
موږ نه تجاوز کوو او نه هم د تاوتریخوالي پلوي یوو، خو د افغانستان له حریم، خاورینۍ بشپړتیا او له افغانانو څخه دفاع زموږ مسلم حق دی.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د بریتانیې ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هېوادونو او ارګانونو څخه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د ختمولو هڅې کوي، وغوښتل چې حقایق درک کړي او مقصر لوری په رسمیت وپیژني.
د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتي وايي: «پاکستان د افغانانو په وینو خپلې پروژې پرمخ وړي او تجارت کوي.
افغانانو ته اړینه ده چې یووالي ته مخه کړي او په یوه ټولګډ کې سره راټول شي.
دوی باید داسې امنیتي او دفاعي ستراتیژي جوړه کړي چې له مخې یې وکولای شي د دې زوړ دښمن پر وړاندې تدابیر ونیسي، په داسې حال کې چې خلک خوندي هم وي او د دوی مداخلو ته غبرګون هم وښودل شي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمي افغانیار پوپل وايي: «دا چې پاکستانۍ ملیشو فرضي کرښې ته بیاځلي بریدونه کړي، چې د غیرنظامي وګړو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوي، دا یو جرم بلل کېږي.
کله چې نړیوال بنسټونه چوپ پاتې کېږي، دا چوپتیا په دې معنا ده چې دوی له تېروونکي لوري سره شریک دي.»
نوموړی زیاتوي: «نهايي هدف دا دی چې افغانستان یو ځل بیا جګړې ته اړ کړي او دغه هېوادونه خپله پلمه جوړه کړي.
پاکستان نهايي هدف دا دی چې د امریکا په امر نیابتي جګړه پیل کړي. په دې نیابتي جګړه کې د افغانستان ملي ګټې له خطر سره مخ کېږي.»
د سیاسي چارو بل کارپوه عزیز ستانکزی وايي: «افغانان نه غواړي چې د پاکستان پر وړاندې نرم دریځ ونیسي.
افغانان باید هماغسې تېره تګلاره او ورته متقابل برید ترسره کړي.
که څه هم د دفاع وزارت تل د داسې بریدونو پر وړاندې د خلکو دفاع کړې، خو دا بسنه نه کوي.
د افغانستان حکومت باید د پاکستان پر وړاندې داسې رغنده تګلاره او کړنلار غوره کړي چې له مخې یې پاکستانیان پوه شي چې هرڅومره د افغانستان په خاوره کې مداخله وکړي، ورته ځواب به ورکړل شي.»
پای




