د اسلامي امارت پنځه کلن واکمني؛ له کورني سیاست څخه د سیمه ییزو اړیکو تر پراختیا او له پاکستان سره تر ترینګلتیاوو پورې
سلمااحمدزی- کابل، ۲۴ اسد ۱۴۰۵ – نن پنځه کاله کېږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلی دی. په دې موده کې حکومت د کورني امنیت او سیاسي ثبات ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د پراختیا هڅې کړي، خو په ورته وخت کې له ګاونډي پاکستان سره ترینګلتیاوې هم د دغه حکومت له مهمو ننګونو ګڼل کېږي.

اسلامي امارت د تېرو پنځو کلونو په بهیر کې د کورني سیاست او امنیت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.
د حکومت چارواکي وايي چې په هیواد کې یې سیاسي ثبات او کورنی امنیت تر یوه بریده تأمین کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په دې اړه ویژه روز ته وویل: «د اسلامي امارت سیاسي لاسته راوړنې په تېرو پنځو کلونو کې، سره له هغو ستونزو چې موږ په دې برخه کې لرلي، ډېرې دي.»
نوموړی زیاته کړه چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره او اتصال محوره پالیسي تعقیبوي او هڅه کوي چې افغانستان د سیمې د هیوادونو د اتصال مرکز وګرځوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج هم په دې باور دی چې اسلامي امارت په افغانستان کې تر یوه بریده سیاسي ثبات او کورنی امنیت تأمین کړی دی.
د پوځي چارو شنونکی محمد صادق شینواري وايي چې اسلامي امارت هڅه کړې چې پوځي او امنیتي جوړښتونه متمرکز او منسجم کړي.
د هغه په وینا، د داعش خراسان ډله چې په ننګرهار، کابل، جوزجان او پروان کې یې مرکزونه فعال وو، اوس له منځه تللې ده.
د بهرني سیاست په برخه کې اسلامي امارت له ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی.
ذبیحالله مجاهد وویل چې له بېلابېلو اسلامي او سیمه ییزو هیوادونو سره ډېرې ښې اړیکې ټینګې شوې او له لویدیځو هیوادونو سره هم د اړیکو ټینګولو هڅې روانې دي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر محمد زلمي افغانیار پوپل وايي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د متوازن سیاست په برخه کې فعال پروګرامونه لرلي دي.
د هغه په وینا، د امنیت تأمین، اقتصاد محوره حکومتولي او د هیواد په چارو کې د نه لاسوهنې پالیسي د دې لامل شوې چې څه باندې ۴۰ هیوادونه له افغانستان سره تعامل ولري.
د نړیوالو اړیکو شنونکی مطیع آرینپور د اسلامي امارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د سیمه ییزو هیوادونو او ځینو قدرتونو لکه چین او روسیې سره د کاري اړیکو رامنځته کول بولي.
نوموړي د روسیې له خوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه یاد کړه.
آرینپور زیاته کړه: «اسلامي امارت تر یوه بریده توانیدلی چې افغانستان له بشپړ نړیوال انزوا څخه وباسي او د ډېرو لویدیځو هیوادونو له خوا د افغانستان د موجوده واقعیت په توګه وپېژندل شي.»
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت استازو په تېرو پنځو کلونو کې د دوحې، مسکو، انټالیا او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ګډون په مهمو نړیوالو ناستو کې برخه اخیستې ده.
د ټولو لاسته راوړنو سره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لا هم له سختو ننګونو ډکې دي.
مطیع الله آرینپور په دې اړه وویل چې له پاکستان سره اړیکې د اسلامي امارت له مهمو ننګونو څخه دي.
په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او په سرحدي نښتو او هوايي بریدونو بدلې شوې دي.
دغه نښتې په خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته رامنځته شوې او اسلامي امارت ورته متقابل غبرګونونه ښودلي دي.
د پاکستان له لوري د کابل پر امید کمپ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د هوايي برید چې راپورونه یې د لږ تر لږه ۴۰۰ کسانو د وژل کېدو او ۲۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي، د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید بشري ضد اقدام وبلله او ویې ویل چې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.
د پوځي چارو شنونکی محمد صادق شینواري وايي چې له پاکستان سره سرحدي نښتو پر امنیتي ځواکونو فشار راوستی او د سرحدي ځواکونو، تجهیزاتو او دفاعي چمتووالي د پیاوړتیا اړتیا یې زیاته کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکي په وینا، سیمه ییز هیوادونه اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه واقعیت او ځواک په توګه ویني او د خپلو امنیتي ملاحظاتو له امله نه شي کولای له دغه ځواک څخه سترګې پټې کړي.
لاسته راوړنې او ننګونې لنډیز
لاسته راوړنې:
۱. د ملي یووالي ساتل
۲. د سیاسي ثبات او کورني امنیت تأمین
۳. له چین، روسیې، ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو سره د اړیکو پراختیا
۴. له ۴۰ هیوادونو سره تعامل
۵. د روسیې له خوا رسمیت پېژندل
۶. له نړیوال انزوا څخه وتل
۷. د داعش خراسان له منځه وړل
۸. د پوځي او امنیتي جوړښتونو پیاوړتیا
۹. د پولو ساتنه او کنټرول
ننګونې:
۱. له پاکستان سره سرحدي ترینګلتیا
۲. د پاکستان هوايي بریدونه پر سرحدي سیمو او د افغانستان د هوايي حریم نقض
۳. د ډېرو هیوادونو له خوا د رسمي رسمیت نه پېژندل
۴. د نړیوالې ټولنې له خوا د لاسته راوړنو له پامه غورځېدل
دا راپور هغه مهال خپریږي چې اسلامي امارت د خپل واکمنۍ پنځه کلنه کلیزه لمانځي او په داسې حال کې چې د سیمې په کچه یې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو له ګاونډیو سره د اړیکو د ښه کولو او نړیوالې رسمیت پېژندنې لپاره لا هم له ننګونو سره مخ دی.
پای



