دسته‌بندی نشده

مصنوعي ځیرکتیا؛ د پرمختګ او وابستګی ترمنځ پوله

سلما احمدزی- او د انسانانو په ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا رول مصنوعي ځیرکتیا د نوې ټکنالوژۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي؛ داسې ټکنالوژي چې د نړۍ خلکو ژوند یې د بدلون پر لور بیولی دی.

یاد ټکنالوژۍ د خلکو له ورځني ژوند څخه نیولې تر زده‌کړو، طبابت، صنعت او سوداګرۍ پورې په بېلابېلو برخو کې ژور اغېز کړی او د کارونو بهیر یې ډېر ساده او چټک کړی دی.

مصنوعي ځیرکتیا د کارونو د سرعت په زیاتولو، د معلوماتو په دقت او ښه کولو او د پېچلو فعالیتونو په ساده کولو کې مهم رول لوبولی دی.

همداراز په ښوونیزو سیستمونو او ډیجیټلي خدمتونو کې د دې کارونې خلکو ته معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړی دی.

دا د ډېرو ګټو ترڅنګ ځینې اندېښنې هم له ځان سره لري.

یو شمېر کاروونکي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې له پایلو خوښ دي، خو یو شمېر نور بیا دا ټکنالوژي د کارونو د سستۍ، له حده زیاتې وابستګۍ، د فکري مهارتونو د کمېدو او د خلکو د خلاقیت د کمزوري کېدو لامل بولي.

د مصنوعي ځیرکتیا فعاله کاروونکې مرسل وايي: «د مصنوعي ځیرکتیا کارول زما لپاره ډېر ګټور تمام شوي دي.

دې ټکنالوژۍ په ډېرو برخو، لکه زده‌کړو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې راسره مرسته کړې او تر یوه حده زما لپاره د یوه ښه استاد او ملګري په څېر ده.

او توانېدلې یم چې د هغې په مرسته ډېر کارونه په اسانۍ ترسره کړم.»

کاروونکی سروش، وایی: «د مصنوعي ځیرکتیا په اړه مې ډېره ځانګړې تجربه نه ده لرلې، خو کله ناکله د چټ جي‌ بي‌ ټي د کارولو پر مهال پام می کیږی چې ناسم ځوابونه وړاندې کوي.

دا موضوع کله ناکله د خفګان لامل کېږي او اړ کېږم چې معلومات له نورو سرچینو څخه هم وڅېړم.»

بله کاروونکې سارا خپلې تجربې په اړه وايي: «مصنوعي ځیرکتیا یو فوق ‌العاده روبوټ دی چې کولای شي په هره برخه کې چې موږ مرستې ته اړتیا لرو، له موږ سره مرسته وکړي او په بېلابېلو برخو کې زموږ پوښتنو ته ښه ځوابونه وړاندې کړي.

زما لپاره مصنوعي ځیرکتیا ګټوره ده، خو د زده‌کوونکو لپاره یې یوه ننګونه دا ده چې هغوی تنبل کوی؛ ځکه زده‌کوونکی په مصنوعي ځیرکتیا تکیه کوي، لږ کتاب مطالعه کوي او د خپلو ټولو دندو او سیمینارونو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کوي.»

ښوونکې سلطانه، وايي: «مصنوعي ځیرکتیا د خپلو ګټو ترڅنګ، که په ناسم ډول وکارول شي، کولای شي د ځوانانو پر استعدادونو منفي اغېز وکړي.

ځینې زده‌کوونکي د دې پر ځای چې له خپل فکر او هڅې څخه کار واخلي، خپل درسي کارونه لکه د مقالې لیکل او څېړنه مصنوعي ځیرکتیا ته سپاري.

دا کار د دې لامل کېږي چې د هغوی فکري مهارتونه او خلاقیت د وخت په تېرېدو سره کم شي او په راتلونکي کې ورته ستونزې رامنځته کړي.»

بله کارکونکې نجمه ، هم وايي: «زه تر ډېره د انځورونو د جوړولو او سمون لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کوم، خو کله ناکله یې پایله زما له تمې سره سمون نه خوري.

ځینې وختونه چټ جي‌پي‌ټي یا د مصنوعي ځیرکتیا نور وسایل نه شي کولای هغه انځور چې زه یې غواړم، په دقیق او مطلوب ډول جوړ کړي.»

د ټکنالوژۍ کارپوه،محمد عزیز رستګار له «ویژه روز» سره په مرکه کې وویل: «مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو کلونو کې د نړۍ له مهمو ټکنالوژیو څخه په یوه بدله شوې او د زده‌کړو، روغتیا، سوداګرۍ او ورځنیو خدمتونو په برخو کې یې ډېر فرصتونه رامنځته کړي دي.

یاد ټکنالوژۍ د دې لامل شوې چې ډېر کارونه په چټکۍ، اسانۍ او دقت سره ترسره شي او خلک په لنډ وخت کې اړینو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړی.»

نوموړی ټینګار کوي چې کاروونکي باید د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو کې احتیاط وکړي او هر ډول معلومات پرته له څېړنې او ارزونې ونه مني.

نوموړی په وینا، غوره ده چې شخصي او محرم معلومات د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونو ته ورنه کړل شي او له دې ټکنالوژۍ څخه په مسوولانه ډول ګټه پورته شي.

دغه د ټکنالوژۍ کارپوه په افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی هم هیله‌ بښونکی بولي او وايي: «په هېواد کې د انټرنېټ د لاسرسي له پراخېدو او له ټکنالوژۍ سره د ځوانانو د علاقې له زیاتېدو سره به د مصنوعي ځیرکتیا کارونه هم ډېر شي.

که د دې ټکنالوژۍ د زده‌کړې او سمې استفادې زمینه برابره شي، مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د ښاریانو د نظرونو، د هغوی د بېلابېلو تجربو او د ټکنالوژۍ د کارپوه د نظر له مخې، څرګنده ده چې مصنوعي ځیرکتیا یوه پیاوړې او په عین حال کې حساسه وسیله ده چې پوهاوي او کنټرول ته اړتیا لري.

که له دې ټکنالوژۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته شي، کولای شي د پرمختګ لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي؛ خو که په ناسم ډول وکارول شي، ښايي د فردي هڅو د کمېدو، د خلاقیت د کمزوري کېدو او له حده زیاتې وابستګۍ لامل شي.

له همدې امله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې انسان باید د دې ټکنالوژۍ د کارونې کنټرول په خپل لاس کې ولري، نه دا چې خپله د هغې تر اغېز لاندې راشي.

پای

WeezhaRoz

پروفایل رسانه‌ای روزنامه ویژه روز معرفی کلی روزنامه ویژه روز یک رسانه خبری معتبر است که در سال ۱۳۹۲ به عنوان یک رسانه چاپی در افغانستان آغاز به فعالیت نمود. این رسانه از آغاز فعالیت خود در بخش‌ های مختلف خبری، تحلیل، اقتصاد و سیاست به چاپ مقالات و گزارش‌ های جامع و تخصصی پرداخت. امروزه، روزنامه ویژه روز با استفاده از تکنولوژی‌ های نوین رسانه‌ای، به یکی از رسانه‌ های پیشرو در کشور تبدیل شده است که به صورت آنلاین و به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی در سطح جهانی فعالیت می‌کند. سابقه و تحول روزنامه ویژه روز به عنوان یکی از رسانه‌ های تازه تأسیس در سال ۱۳۹۲، در بخش‌ های خبری و تحلیلی در قالب نشرات چاپی آغاز به کار کرد. از همان ابتدای فعالیت، این روزنامه با هدف ارتقاء سطح آگاهی عمومی و ارائه تحلیل‌ های دقیق و مستند در زمینه‌ های مختلف خبری، اقتصادی، و سیاسی در جامعه افغانستان شروع به کار کرد. با توجه به رشد روزافزون فناوری‌ های ارتباطی و تغییر نیازهای مخاطبان، روزنامه ویژه روز به سرعت از قالب چاپی به فضای آنلاین منتقل شد. این رسانه اکنون به صورت دیجیتال و با پوشش جهانی، اخبار و تحلیل‌ ها را به مخاطبان خود در داخل و خارج از افغانستان ارائه می‌دهد. هدف و چشم‌انداز هدف روزنامه ویژه روز فراهم آوردن اطلاعات دقیق، تحلیل‌ های عمیق و اخبار به‌ روز برای مخاطبان است تا بتواند نقش مؤثری در ارتقاء سطح آگاهی عمومی، بهبود فرآیند تصمیم‌ گیری، و تقویت نهادهای دموکراتیک در افغانستان ایفا کند. این رسانه به دنبال ایجاد یک فضای خبری آزاد و شفاف است که در آن حقایق به دور از هرگونه تعصب و فشار سیاسی منتشر شوند. چشم‌انداز ویژه روز، تبدیل شدن به یک منبع معتبر و قابل اعتماد در زمینه‌ های مختلف اخبار داخلی و جهانی است. رسانه‌ای که بتواند با خبرنگاران و کارشناسان حرفه‌ای خود اخبار و تحلیل‌ های مبتنی بر واقعیت را در اختیار مخاطبان قرار دهد. ویژگی‌های متمایز 1. پوشش جهانی: ویژه روز به سه زبان فارسی، پشتو و انگلیسی فعالیت می‌کند و مخاطبان خود را در سطح جهانی پوشش می‌دهد. 2. پرسونل حرفه‌ای و مسلکی: روزنامه ویژه روز با تیمی از خبرنگاران، تحلیلگران و کارشناسان حرفه‌ای و با تجربه به تولید محتوا می‌ پردازد که از اعتبار و دقت بالایی برخوردار است. 3. نشر آنلاین: به دلیل تغییرات در دنیای رسانه‌ای و نیاز به سرعت در انتقال اخبار، روزنامه ویژه روز اکنون به صورت آنلاین منتشر می‌شود و دسترسی آسان به اخبار و تحلیل‌ ها را برای مخاطبان در هر نقطه از جهان فراهم می‌ میکند. 4. تحلیل‌های عمقی و جامع: این رسانه علاوه بر ارائه اخبار روز، تحلیل‌های دقیق و بررسی‌ های جامع در حوزه‌ های مختلف از جمله سیاست، اقتصاد، فرهنگ و جامعه را نیز در دستور کار خود دارد. حوزه‌ های پوشش‌دهی - اخبار داخلی و بین‌المللی: پوشش اخبار سیاسی، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از افغانستان و دیگر نقاط جهان. - تحلیل‌ های سیاسی و اقتصادی: تحلیل‌ های عمیق و شفاف از تحولات داخلی و جهانی و تأثیرات آن بر افغانستان. - گزارش‌ های ویژه: ارائه گزارش‌ های ویژه و تحقیقی در زمینه‌ های مختلف اجتماعی و اقتصادی کشور. نتیجه‌گیری روزنامه ویژه روز هم‌ اکنون به یکی از منابع مهم خبری آنلاین برای مخاطبان داخل و خارج از افغانستان تبدیل شده است. این رسانه با هدف تقویت جریان آزاد اطلاعات و آگاهی بخشی به جامعه، همچنان به تولید محتواهای متنوع و تاثیرگذار ادامه می‌ دهد و امیدوار است در آینده‌ای نزدیک به یکی از بهترین منابع خبری در سطح جهانی تبدیل شود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button