د افغانستان د معادن لومړنی تخصصي نندارتون؛ د پانګونې او پروسس د فرصتونو ښودنه
سلما احمدزی- نن دوشنبه، د اکټوبر میاشتې ۲۶مه، په کابل نړیوال نندارتون کې د معادن لومړني تخصصي نندارتون په اړه خبري کنفرانس جوړ شو. په یاد کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، سوداګریزو خونو، د پټرولیم او خصوصي شرکتونو استازو ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل: «د کانونو او پټرولیم وزارت د یو شرکت په همکارۍ د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی نندارتون جوړ کړی دی.
د یاد نندارتون موخه د افغانستان د کانونو او طبیعي زېرمو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذبول، د کانونو په برخه کې د فرصتونو څرګندول او د کانونو د استخراج او پروسس لپاره د زمینې برابرول دي.
د یادو زېرمو سم مدیریت کولی شي افغانستان ته په اقتصادي برخه کې بېساري وده ورکړي.
همدارنګه د کانونو په سکتور کې د شفافیت، اسانتیاوو او مناسب فرصتونو برابرول مهم دي.»
نوموړي له ټولو خصوصي شرکتونو څخه وغوښتل چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس محمد یعقوب جاوید وویل: «کانونه د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لري.
د نندارتون موخه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو، تولیدوونکو، متخصصینو او سوداګرو راټولول او د خپلو تولیداتو او ظرفیتونو شریکول دي.
باید له طبیعي زېرمو څخه په مسؤلیتپاله، مسلکي او اغېزمن ډول ګټه پورته کړو او د استخراج په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ لپاره زمینه برابره کړو.
د خامو موادو پر ځای د پروسس شوو محصولاتو ته وده ورکول هغه مهم کانونه دي چې د هېواد د اقتصاد پرمختګ ته وده ورکولی شي.»
د دی شرکت استازي وویل: «افغانستان په نړۍ کې د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی. څلور یا پنځه کاله وروسته به موږ له نړۍ سره مرسته وکړو.
او په افغانستان کې لومړی ځل بهرنیو او داخلي پانګوالو ته د استخراج اجازه ورکړل شوې ده.»
په پای کې د مس عینک استازي حمیدالله ستانکزي وویل: «دا نندارتون د افغانستان د صنعت په برخه کې یو لوی ګام دی، څو ټول سره راټول شي، خپلې تجربې او نظریې شریکې کړي او پرمختګ ته وده ورکړي.»
پای




